1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« افغانستان ته د کډوالو اخراج باید ودرول شي »

زمزمه نیازۍ | د اروپا خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۱, یکشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د کډوالو د شورا په مطبوعاتي اعلامیه کې غوښتنه شوې چې افغانستان، ایران او سوریې ته دې کډوال نه اخراجیږي. دغې شورا شورا د آلمان له حکومت له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4ncgO
آلمان وایي لا هم دغې لړۍ ته ادامه ورکوي.
د روان کال د اګست په پای کې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل شو.انځور: picture alliance/dpa

د آلمان د ايالتي داخله وزيرانو تر کنفرانس مخکې په برلین کې د کډوالو شورا د دې غوښتنه وکړه چې د افغانستان، سوریې او ځینو نورو هېوادونو د کډوالو د ایستلو مخه دې ونیوله شي.

د دغې شورا د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې « د طالبانو ترهګرې ملېشې» په افغانستان کې واکمنې دي او سوریه د پخوا په څېر په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده. دې شورا ایران او سومالیا ته د اخراج د ځنډولو یادونه هم کړې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د روان کال د اګست په پای کې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل شو. د آلمان فدرالي حکومت ویلي چې دغواخراج شویو کسانو بیلا بیل جرمونه کړي و.

د آلمان د کورنیو چارو فدرالي وزیرې نانسي فیزر په وار وار ټینګار کړی دی چې د اخراج لړۍ به نوره هم دوام وکړي او دا به هم ممکنه کړي چې سوریي ته بیرته مهاجر واستوي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟


په برلین کې د کډوالو شورا د بشردوستانه داخلې پروګرامونو د لا زیاتیدو  او ګړندي کیدو غوښتنه کړې.د آلمان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې اوس مهال له خطر سره د مخ افغانانو د منلو لپاره کومه نوې ژمنه نه ده شوې.

د افغانانو د منلو لپاره د آلمان  پروګرام د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شو او هره میاشت به شاوخوا ۱۰۰۰ کسان چې په افغانستان کې له جدي خطر سره مخامخ و آلمان ته لیږدول کیدل.د آلمان د حکومت د شمیرو پر بنسټ له هغه وخت راهیسې یوازې ۸۶۴ کسان د دغه پروګرام له لارې آلمان ته داخل شوي دي. ټاکل شوې ده چې د آلمان د فدرالي ايالتونو د کورنیو چارو وزیران له چهارشنبې تر جمعې پورې د مکلینبورګ فورپورمن  ایالت په راینبرګ ښار کې غونډه وکړي.

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.