1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانانو د منلو پروګرام کې نوې ژمنې نه دي کړي

احمد ولي اڅکزی | پروتستانت خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعه

د آلمان فدرالي حکومت په اوسنیو وختونو کې تر ګواښ لاندې افغانانو لپاره د منلو په فدرالي پروګرام کې نوې ژمنې نه دي کړې.

https://p.dw.com/p/4naEC
له افغانستان څخه د آلماني ادارو د افغان همکارانو انخلا
د کابل د سقوط وروسته يو شمېر افغانانو ته په آلمان کې د منل کېدو هوکړې وشوېانځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت يو وياند ويلي دي چې په آلمان کې د افغانانو د منلو لپاره يې نوې ژمنې نه دي کړي. د دغه وياند په وينا چې پخوانۍ ژمنې پر ځای پاتې دي او باید پوره شي، خو اوس مهال هیڅ نوي قضیې نه دي پیل شوي.

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوی د منلو آلمانی فدرالي پروګرام د افغانستان هغو ښځو او نارینه و سره مرسته کوي چې د بشري حقونو  او يا د عدالت، تعلیم او سیاست په برخو  کې د خپلو فعاليتونو د طالبانو لخوا تعقیب کیږي. د دوی کورنۍ هم کولای شي آلمان ته راشي، که مخکې آلمان ورته هوکړه کړې وي. سره له دې چې په میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو د منلو پلان وو، خو د نوامبر تر پایه یوازې شاوخوا ۸۶۴ کسان منل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې فدرالي حکومت غوښتل چې د منلو شمېرې زیاتې شي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دې کار لپاره په ځايي شرایطو کې ستونزې شته، ځکه چې له افغانستان څخه وتل اکثره وخت اسانه نه وي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، فدرالي حکومت تر اوسه پورې د فدرالي منلو پروګرام په اړه هیڅ پریکړه نه ده کړې. دغه پروګرام د اختیاري منلو له فنډ څخه تمویلیږي چې د بیا استوګنې يا بيا مېشتونې پروګرام هم پکښې شامل دی. د اوسنيو بودیجوي پلانونو له مخې، د دې پروګرام لپاره ټاکل شوي مالي منابع تقریباً ۱۳٪ کمې شوي دي. د آلمان ائتلافي حکومت د ماتېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال د بودیجې راتلونکی نه دی روښانه.

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزيرې، اناگرېټ کرامپ کارنباور په روانه مياشت کې لا ويلي ول چې په افغانستان کې وضعيت وحشتناکه دی. يو شمېر د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو هم د آلمان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو د منلو پروگرام دي عملي کړي.

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.