د آلمان یو ګوند افغانستان ته د اخراج د بل پرواز غوښتنه کوي
۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبهد آلمانپه بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند یا (سي. اس. یو) غړي، الکسانډر دوبریندت، چې د دغه ګوند یو له مهمو سیاسي څیرو څخه دی، د آلمان د کورنیو چارو له وزیرې نانسي فیزر، وغوښتل چې افغانستانته په شرایطو د برابر افغان کډوالو د اخراج لړۍ ته دې ادامه ورکړي.
د بیلډ ام زونتاګ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته دوبریندت وویل: «دا باید یوازې یو پرواز نه وي. افغانستان ته دې بل پرواز راتلونکې اونۍ تنظیم شي.»
په ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانوتر بیا حاکمیت وروسته، کابل ته د افغان کډوالو اخراج په بشپړه توګه دریدلی وو. خو تر درې کلن ځنډ وروسته، د تیرې جمعې په سهار د آلمان له لایپزیګ ښار څخه د کابل په هدف یوې چارتر شوې الوتکې ۲۸ «مجرم» افغان کډوال افغانستان ته انتقال کړل.
د راپورونو له مخې په آلمان کې محکمې دغه کسان په جدي جرمونو محکوم کړي ول. د آلمان حکومت ویلي ول چې دغو کسان په آلمان کې د پاتې کیدو حق نه درلود او هغوی ته د اخراج امر شوی وو.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هایبیشترایت د جمعې په ورځ (د اګست میاشتې په ۳۰مه) افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج د بهیر د تکرار په اړه شک څرګند کړی وو. هغه ویلي: «دا به ولیدل شي چې دا کار به نور څوځله تکرار شي.» د نوموړي په خبره، مهمه خبره دا ده چې اوس «احتمالي مجرمینو یا هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې د جرمونو له پاره پلانونه جوړوي» یو زیګنال ولیږل شو.
په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر د بیلډ ام سونتاګ په نامه ورځپاڼې ته ویلي دي: «تاوتریخجن مجرمین او بهرني تیري کوونکي باید بیرته زموږ له هیواده ووځي.»
هغې همدا راز زیاته کړې چې «افغانستان او سوریې ته د مجرمینو او د ترهګرۍ د خطر پیښونکو د اخراج له پاره هر کار ته چې اړتیا وي، ترسره به شي.»