1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوړه کچه تر نیونو وروسته د پي ټي آی احتجاج ځنډول شوی

ناصر شمس الرحمن | رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټډ پریس
۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

پي ټي آی د خپلو لسګونو احتجاج کوونکو تر نیول کیدو وروسته خپلې مظاهرې ځنډولي دي. د اسلام آباد د ترافیک پولیسو ویلي دي چې د احتجاج له کبله د تړل شویو سړکونو د پرانیستلو لړۍ پیل شوې او زر به ترافیک عادي حالت ته را وګرځي.

https://p.dw.com/p/4nTRX
په پراخه کچه تر نیونو وروسته د پي ټي آي احتجاج ځنډول شوی
د رویټرز خبري آژانس په حواله د احتجاج پر مهال لږ تر لږه ۶ تنه وژل چې څلور تنه په کې امنیتي کار کوونکي او دوه تنه یې مظاهره کوونکي دي.انځور: Irtisham Ahmed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند د خپل مشر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنې په تکرارولو سره د سه شنبې په ماښام خپله احتجاجي مظاهره پای ته ورسوله.

تر دې مخکې امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو مظاهره کوونکي نیولي ول. د یوه محتاطانه اټکل له مخې د عمران خان تر ۴۰۰۰ ډیر پلویان نیول شوي دي.

د اسلام آباد پولیسو ویلي دي د چهارشنبې په ورځ له «۲۶ نمبر چونګي» څخه دواړو خواو ته ترافیک فعاله شوی دی او د خنډونو د لیري کولو پروسه به همدا نن، چهارشنبه بشپړه شي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله د احتجاج پر مهال لږ تر لږه ۶ تنه وژل چې څلور تنه په کې امنیتي کار کوونکي او دوه تنه یې مظاهره کوونکي دي.

پي ټي آي څه ویلي دي؟

پي ټي آی ویلي دي چې خپل احتجاج یې په مؤقت ډول ځنډولی دی. د چهارشنبې (د نومبر میاشتې ۲۷ نیټه) په سهار د ګوند پر رسمي ایکس (پخواني تویتر) اکاونټ خپاره شوي اعلامیه کې ویل شوي «د حکومت د ظلم او د بې وسلې اتباعو پر قتل ګاه د پلازمېنې د بدلولو په اړه د حکومت پلان ته په کتلو سره، مونږ په اوس وخت کې د خپل سوله ایز احتجاج د ځنډولو اعلان کوو.»

په اعلامیه کې تور لګول شوی چې پر سوله ایزو مظاهره کوونکو د اسلام آباد په سړکونو کې د مرمیو باران شوی او د په لسګونو بې ګناه پاکستانیانو په ټپي کولو سره یې په وینو کې لمبولي دي.

زیاته شوې ده چې د ګوندي کمیټیو د مشرانو له خوا د ګوند مشر ته د حکومت د ظلم او تیري د ارزونې» راپور تر وړاندې کولو وروسته به د راتلونکي له پاره عملي تګلاره اعلان کړل شي.

ګوند د پاکستان له قاضي القضات یحی افریدي څخه غوښتنه کړې ده چې هغه پخپله دې «د ګوند د غړو د وحشیانه وژنې» موضوع ته توجه وکړي او د لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر ترڅنګ د اسلام آباد او پنجاب پولیسو د مشرانو پر وړاندې دې د «قتل اقدام» قضیې په اساس د قانوني اجراتو امر ورکړي.

تحریک انصاف ویلي دي چې د عمران خان میرمنه بشری بي بي او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور به نن چهارشنبه خبري کنفرانس ته وینا وکړي. د یو شمیر رپوټونو په حواله دوی دواړه خیبر پښتونخوا ته رسیدلي دي.

د مرکزي حکومت اعلامیه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن تقوي او د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ وویل چې د پي ټي آی مظاهره کوونکي تیت او پرک شوي دي او ځيني خیبر پښتونخوا پر لور تللي دي.

د نقوي په وینا قانون نافذوونکو د سیمې په خالي کولو سره احتجاج ختم کړی دی. هغه ادعا کړې چې ګنډاپور او بشری بي بي «تښتیدلي» دي.

حکومت ویلي دي چې یوازې محکمې د عمران خان د خوشې کولو حکم ورکولی شي.

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
ناصر شمس الرحمن شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي@shams_n2