د حکومتي ډاليو په قضيه کې د عمران خان ضمانت منل شوی
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبهد ضمانت د منظوريدو دا خبره د خان ګوند د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نوامبر ۲۰) کړې ده.
۷۱ کلن عمران خان د تېر کال اګست راهیسې په زندان کې ده. خو په سملاسي توګه له بنده د دغه ځپل شوي سیاستوال آزادېدل روښانه نه دي، هغه په دې دليل چې خان د غیرقانوني ډالیو د خرڅلاو قضیې علاوه، یو شمېر نورې قضيې هم لري.
پر هغه لګول شوو تورونو کې یو دا دی چې خان او مېرمن ېې بشرا بي بي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې چې نوموړی د پاکستان صدراعظم وو، ترلاسه شوې حکومتي ډالی ېې په غیرقانوني توګه پلورلي دي.
د دغو ډاليو مجموعي ارزښت څه باندې ۱۴۰ ميليون پاکستانۍ کلدارې (۵۰۱زره امریکايي ډالر) ښودل شوی دی. د خان ګوند په خبره، نن د اسلام آباد سترې محکمې د نوموړي د همدغې قضيې ضمانت کړی، په پاکستان کې د «توشه خانه» یا د حکومتي خزانې قضیې په نوم یاديږي.
په دغو ډالیو کې تر ټولو قیمتي ېې د الماسو زیوراتو په ګډون ۷ قابه ساعتونه دي چې په هغو کې ۶ یې رولیکس دی چې ارزښت یې ۸۵ ملیونه پاکستانۍ کلدارې (۳۰۵زره امریکايي) ښودل شوی دی.
د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند یو غړي، سلمان صفدر خبریالانو ته وویل «که چېرته رسمي امر نن صادر شي، د هغه کورنۍ او پلویان به ېې د خوشې کولو له پاره چارواکو ته مراجعه وکړي.» صفدر زیاته کړه چې د هغه د معلوماتو له مخې د خان ضمانت شوی او یا له ټولو تورونو چې هغه ورسره مخ دی، برأت حاصل دی.
عمران خان او مېرمن ېې دواړ په ورته تورونو کې پر ۱۴ کاله حبس محکوم شوي دي. د حبس دغه حکم د ۲۰۲۳م کال په وروستيو کې په ورته قضیو کې د هغوی په درې کلن حبس ورزیات شو.
خو د دوی د بند دا جزاوې هایکورت يا لوړې محکمې ته د یو اپیل په ذریعه وځنډول شول. خان او مېرمن له هر ډول قانوني سرغړونو انکار کوي او وايي چې پرې لګېدلي تورونه سیاسي انګيزې لري. د عمران خان مېرمن تېره میاشت له زندانه آزاده شوه.
Mks/bs(Reuters)