پاکستان: حکومت په اسلام آباد کې پر سترو غونډو بندیز لګولی دی
۱۴۰۳ آبان ۲۹, سهشنبهدغه دوه میاشتنی بندیز چې د سه شنبې په ورځ اعلان شو، موخه یې د هغه پلان شوي لاريون مخه نيول دي چې د خان ګوند پر حکومت باندې د فشار اچولو په موخه پلان کړی څو حکومت د عمران خان خوشې کیدو ته اړ کړي.
چارواکي وایي، بندیز د اوسني امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د سولې د تأمین لپاره او د غیر قانوني لاریونونو د مخنیوي لپاره لګول شوی دی.
د پاکستان حکومت په دې ترڅ کې د کوم ځانګړي امنیتي ګواښ یادونه نه ده کړې، خو په دې وروستیو کې پاکستان کې وسله وال تاوتریخوالی زیات شوی دی.
پاکستاني چارواکو تېره میاشت تقريباً ټول ښار بند کړی و ترڅو دخان د تحریک انصاف ګوند لخوا د سیاسي لاریون مخنیوی وکړي چې له کبله د عمران خان پلویان اړ شوي ول چې د ښار په څنډو کې لاریونونه ترسره کړي.
خان څه د پاسه ۱۵۰ جنایي قضیو په تړاو له یوه کال راهیسې په زندان کې دی، خو هغه لا هم د خلکو له پاره محبوبیت لري او د هغه ګوند او ملاتړي وايي چې پر ضد یې دوسیې سیاسي انګیزه لري.
خان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له واکه ګوښه شو او چارواکي وايي چې دوی د خان له ګوند سره په خبرو بوخت دي ترڅو د احتمالي وسله والو بریدونو له امله د لاریون ځنډولو ته یې وهڅوي.
(AP) Sh/A B/S