مکرون: ریاض سره د جنګي الوتکو د خرڅلاو د پرمختګ «اراده» لرو
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبهمکرون دغه خبرې د سه شنبې په ورځ رياض ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د سعودي عربستان له یوه دولتي تلویزیون ته وکړې. هغه وویل: «د امنيت او دفاع له نظره موږ په ډېر واضح ډول مسائیلو ته بهبود ورکړی... چې په هغو کې د رافال [جنګي جیت الوتکو د خرڅلاو] پر لور د مخته تلو اراده هم شته. دا په دوه اړخیزو اړيکو کې یو ستر بدلون دی.»
د فرانسې ساخت رافال جنګي جيت الوتکو ته د سعودي عربستان د لاسرسي له پاره د مخه بحثونه شوي ول. که څه هم تمه نه کیږي چې د دغه رسمي سفر په جریان کې د دغې معاملې قطعي اعلان وشي، خو له موضوع ېوې نژدې باخبره سرچېنې په دې هکله د «یوه تصمیم نيولو» ته خپل تمایل ښکاره کړ.
تر دا مهاله نژدې لس هېوادونه رافال جنګي جیت الوتکې لري او یا یې د لرلو له پاره قراردادونه کړي چې په هغو کې مصر، قطر، هندوستان، یونان، اندونیزیا، متحده عربي امارات، کروشیا او سربیا شامل دي.
امانویل مکرون همدارنګه وويل چې پاریس او رياض د دې ترڅنګ «په مختلفو برخو کې پرمختګونه کړي، له جنګي بېړیو نيولې تر دافع هوا او سټلایټونو پورې.» مکرون زیاته کړه چې دواړو هېوادونو یو شمېر تړونونه چې اوږده موده ورته انتظار شوی وو هم لاسلیک کړي، خو په هکله ېې جزئیات ورنه کړل.
رياض چې د بشري حقونو له اړخه او په یمن کې د پوځي ښکېلتیا په دليل له نیوکو سره مخ دی، له مختلفو غربي هېوادونو پوځي تجهیزات رانیسي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف، په ۲۰۱۵م کې په یمن کې مداخله وکړه. دغه مداخله یو کال وروسته له هغې وشوه چې د ایران له ملاتړه برخمنو هوثي وسله والو یاغیانو د یمن پلازمينه صنعا او نور پرنفوذه مراکز ونیول.
په یمن کې جګړه چې د نړۍ د یو تر ټولو سخت بشري بحران سبب واقع شوې، پکې په سلونو زره انسانان وژل شوي دي. د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د ملګرو ملتونو د شپږمیاشتني اوربند له مذاکراتو سره د جګړو شدت د پام وړ راکم شوی دی.
له آرشیف څخه: