سعودي عربستان سږکال تر ۳۰۰ ډېر کسان اعدام کړي
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سهشنبهد سعودي عربستان دولتي خبري آژانس د دغه وزارت د کورنیو چارو وزارت له قوله وويل چې په وروستيو څلور اعدام شوو کسانو کې یو ېې د قتل او درې نور ېې د مخدره موادو د قاچاق په جرم محکوم شوي ول.
له دې سره په سعودي عربستان کې په روان کال کې د ټولو اعدامونو شمېر ۳۰۳ ته رسېدلی دی.
په دغه شتمن عربي هېواد کې د سپتمبر میاشتې په پای کې د ترسره شوو اعدامونو شمېر ۲۰۰ وو چې اوس ېې ۳۰۳ ته لوړېدا، د دې ښکارندوي کوي چې تر هغه راوروسته په وروستیو اونیو کې اعدامونه ډېر شوي دي.
د امنیستې انترنشنیل یا د بخښنې نړېوال سازمان په حواله، سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې تر چین او ایران وروسته د نړۍ دریم هېواد وو چې ډېر بندیان ېې اعدام کړي ول.
دغه سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی وايي، سعودي عربستان په ۲۰۲۲م کال کې ۱۹۶ او په ۲۰۲۳ کې ۱۷۰ مورده اعدامونه درلودل.
د سعودي عربستان د بشري حقونو اروپايي سازمان (ESOHR) چې مرکز ېې په برلین کې دی، د سعودي عربستان د ۲۰۲۴م کال اعدامونه چې دغه سازمان د «توغندي په څېر» چټک ښودلي، غندلي او دا ېې «د نه پوهېدا او نه تشريح وړ» بللي دي.
د بشري حقونو فعالانو په کراتو خبرداری ورکړی وو چې سعودي عربستان به سږکال ۳۰۰ اعدامونو وکړې چې تقریباً په هره ورځ کې یو اعدام راځي.
رياض بیا په پرله پسې توګه ټینګار کړی دی چې د «عامه نظم د ساتنې» له پاره د اعدام سزا عملي کول ضرروي ده او اعدامونه په هغه صورت کې تر سره کيږي چې مدافعینو د «دعوا ټولې سطحې بشپړې کړي وي.»
په رپوټ کې زیاته شوې چې په اعدام شوو کسانو کې ۱۱۳ ېې بهرنيان دي چې اکثریت ېې د مخدره موادو سره تړلي ول. د لوړ شمېر بهرنیانو اعدام د سعودي عربستان یو بل ريکارډ دی.
په لندن کې د اعدام سزا ضد سازمان (ESOHR) د معلوماتو پر اساس، له کله چې سلمان بن عبدالعزیز په ۲۰۱۵م کې واکمن شوی، سعودي عربستان له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام کړي دي.