1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان د میلياردو يورو په ارزښت وسلې رانيسي

۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

يونان ويلي د ترکيې د ګواښونو له کبله يې تصميم نيولی چې له فرانسې څخه د دوو ميليارډو يورو په ارزښت وسلې راونيسي. په دغو وسلو کې ۱۸ «رافايل» جت الوتکې، يو شمیر چورلکې او دوه جنګي بيړۍ شاملې دي.

https://p.dw.com/p/3iQQ9
Frankreich Luftwaffe Kampfjets
انځور: picture alliance/dpa/Ecpad Handout

د يونان لومړي وزير کيرياکوس ميتسوتاک تر دې وړاندې د سبتمبر پر ۱۲مه ويلي وو چې هيواد يې په پام کې لري چې د ترکيې په مقابل کې خپل پوځي وړتيا تقویه کړي او تصميم يې نيولی له فرانسې څخه ۱۸ رافايل ډوله جيت الوتکې، دوه جنګۍ بيړۍ او يو شمير چورلکې واخلې. له دې سربيره به يونان په راتلونکو ۱۵ کلونو کې نوي مسلکي ځواکونه هم ګماري.

آلماني خبري شبکې «ان ټي وي » رپوټ ورکړی چې یونانيان وايي دغه وسلې د ترکيې د ګواښونو له امله اخلي او ترکيې د مديترانې په ختيځ کې د اروپا د شرقي سرحدونو امنيت له خطر سره مخ کړی دی.

دغه آلماني تلويزيون د يونان د لومړي وزير له قوله ليکي چې د دغو وسلو او پوځي تجهیزاتو په رانيولو سره به په زرونو کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

د فرانسې خوښي او د آلمان خفگان

د فرانسې د دفاع وزير، فلورانس پارلي، د یونان له دغه تصميم څخه هرکلی کړی او ويلي ېې دي چې دا لومړی ځل دی چې يو اروپايي هيواد د دوی رافايل الوتکې رانيسي.

خو له فرانسې سره د یونان پر دغې لوېې پوځي سودا، آلماني سياستوالان انديښمن شوي دي. ځکه آلمان په وروستيو کلونو کې يونان ته د دې له پاره چې دغه هيواد يې له مالي بحران څخه ژغورل وي، درانه پورونه ورکړي دي.

د «شپيګل آنلاين» رسنۍ په حواله، د آلمان د ماليې وزير اولاف شولڅ په ګډون يو شمير آلماني سياستوالو ويلي چې باید اجازه ورنه کړل شي چې د «آلمان د مالیه ورکونکو پیسې د يونان او فرانسې تر منځ تسليحاتي معامله کې ولګول شي.»

شپیګل زیاتوي، فرانسه په دې هڅه کې ده چې د يونان پورونه وبښل شي تر څو دغه هیواد وشي کړای د آلمانيانو په پيسو فرانسوي تسلیحات راونیسي

Frankreich Paris | Staatstreffen | Erdogan und Macron
د يونان له دغه اعلان سره جوخت، زیاته شوې چې د ماکرون او اردوغان ترمنځ شدیده لفظې شخړه هم رامنځ ته شوې ده.انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Marin

.ترکیه او يونان د ناټو سازمان غړي دي. د فرانسې له خوا د ناټو له يو غړي څخه د بل غړي په مقابل کې ملاتړ کول، په دغه سازمان کې جنجال ته لمن وهلې ده.

د ماکرون او اردوغان تر منځ لفظي شخړه

په مديترانې سمندرګي کې د يونان او ترکيې تر منځ د اختلافاتو په جریان کې، د فرانسې او د ترکي ولسمشرانو تر منځ لفظي شخړې هم ډيرې شوي دي.

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، د اروپايي اتحاديې د ۷ غړو تر غونډې مخکې د کورسيکا په جزيره کې يوې خبري غونډه کې وويل: «اروپايان باید د اردوغان حکومت سره، خو نه د ترکيې له خلکو سره، يو قاطع او روښانه چلند ولري.»

د ماکرون دغه خبرې د اردوغان له تند غبرګون سره مخ شوې. اردوغان د شنبې په ورځ د ماکرون په ځواب کې ويلي وو: «ما تا ته څو کاله مخکې څه ويلي وو؟ ما درته په ټيلفون کې ويلي وو چې د تاريخ په هلکه هيڅ معلومات نه لرې. درته مې ويلي ول چې لومړی تاريخ زده کړه او ترکيې ته د تاريخ درس مه ښيه.»

د ترکيې او يونان ترمنځ اختلافات، د مديترانې په ختيځ کې ترکيې له خوا د طبيعې ګازو د يوې لوېې زيرمې د کشف پر سر ډير شوي دي چې په وروستيو کې خبره آن تر پوځي ګواښونو رسيدلې ده. د دغې زيرمې د ګازو ظرفيت ۲۳۰ ميليارډ متره مکعبه اټکل شوی دی. دغه زيرمه د «فاتح» په نوم ترکيي کشتۍ کشف کړې ده. يونان په دې برخه کې اختلاف لري او فرانسه يې تر شا دريدلې ده.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.