اروپایي ټولنې له اسرائیل سره د مذاکراتو ځنډولو وړاندیز رد کړ
۱۴۰۳ آبان ۲۹, سهشنبهد اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې (د نومبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ په بروکسل کې را ټول شوي ول. دوی له اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ځنډولو په هکله د دغې اتحادیي د بهرني سیاست د مشر جوزیپ بوریل د وړاندیز ملاتړ ونه کړ.
له غونډې مخکې بوریل ویلي وو چې د دې اقدام هدف د اسرائیل پر حکومت فشار واردول دي، ځکه دغه هیواد په غزې تړانګه کې د جګړې د قوانینو مراعاتولو په هکله ډیر شمیر وړاندیزونه له پامه غورځولي دي.
په تیر یوه کال کې د اروپایي سیاستوالو د معیار مطابق په غیر عادي ډول په سختو الفاظو تر نیوکو کولو وروسته، دغه هسپانوي سیاستوال له غونډې مخکې ژورنالیستانو ته وویل چې له هغه سره د غزې د وضعیت په هکله «نور الفاظ نشته» دی.
هغه وویل: «په غزه کې شاوخوا ۴۴ زره انسانان وژل شوي دي، ټوله سیمه لمنځه تللې ده او د وژل شویو کسانو ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.»
دغې طرحې ته د بوریل له تقاعد کیدو څخه مخکې د هغه د وروستۍ لویې هڅې په توګه کتل کیږي. دا خبره لادمخه معلومه وه چې د بهرنیو چارو وزیران به د بوریل وړاندیز ونه مني، ځکه د دې کار له پاره د ټولو ۲۷ غړو هیوادونو موافقه اړینه وه.
د وړاندیز مخالفت کوونکي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کیسپر ویلډکیمپ هم د دې وړاندیز په مخالفت کوونکو کې شامل دی، هغه وویل چې په منځني ختیځ کې د پراخ کشمکش په جریان کې اړینه ده چې اروپايي اتحادیه له اسرائیل سره خبرې اترې جاري وساتي.
المان لا دمخه خپل مخالفت ثبت کړی و، په داسې حال کې چې هنګري، اتریش او چک جمهوریت هم د دې وړاندیز په مخالفت کوونکو کې شامل وو.
له اسرائیل سره د اروپایي اتحادیې سیاسي مذاکرات له اسرائیل سره د دغې اتحادیې د همکاریو موافقتنامې په اساس صورت نیسي چې د دواړو خواو ترمنځ د مشارکت د پیاوړې کولو له پاره د منظمو خبرو اترو فرصت رامنځته کوي.
خو په دې موافقتنامه کې دا هم ویل شوي دي چې د دواړو خواو ترمنځ اړیکې به بشري حقونو او د دیموکراسۍ اصولو ته د درناوي پر مبنا وي، چې په دې هکله بوریل وایي چې اسرائیل یې پابندي نه ده کړې.
هسپانیې او ایرلنډ هم وړاندیز کړی و چې له اسرائیل سره پر موافقتنامې دې له سره غور وشي.
خو د اروپايي اتحادیې ديپلوماتانو همدارنګه ټینګار کړی دی چې د سیاسي مذاکراتو ځنډول په دې معنا نه ده چې موافقتنامه یا د همکارۍ شورا دې وځنډول شي، چې د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو مسئولیت لري.
پر وارداتو د بندیز لګولو وړاندیز
بوریل په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې په اسرائیلي کليو یا ښارګوټو کې تیاریدونکو توکو پر وارداتو د بندیز لګولو غوښتنه هم کړې وه. دغه کلي د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني دي.
بوریل له غونډې مخکې دا هم ویلي وو چې هیله لري د اروپايي اتحادیې غړي کیف ته د اتحادیې له خوا د ورکول کیدونکو وسلو څخه په استفادې کولو په روسیه کې دننه د حملې اجازه ورکړي.
بوریل وویل: «زه وار په وار وایم چې اوکراین باید زمونږ له خوا د ورکړل شویو وسلو د استعمالولو وړتیا ولري، څو نه یوازې دا چې د روسیې د توغندیو مخه ونیسي، بلکې د هغوي توغونکي هم په نښه کړای شي.»
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن اوکراین ته اجازه ورکړه چې په روسیه کې دننه د برید کولو له پاره دې د امریکا د لیري واتن ویشتونکو توغندیو څخه استفاده وکړي. دا تصمیم د مسکو له خوا د خپل ګاونډي هیواد پر ضد جګړه کې د زرګونو شمالي کوریایي عسکرو د ګمارنې په غبرګون کې نیول شوې دی.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص