1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین ته د لیري واټن توغندیو کارونې اجازې ته غبرګونونه

۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبه

جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې د امریکا د لیري واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې دننه په ځانګړي توګه کورسک سیمه کې استفاده وکړي. دغه اقدام د روسیې او اوکراین له متفاوت غبرګون سره مخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4n6N7
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په غیر مستقم ډول دې موضوع ته غبرګون ښودلی دیانځور: Andrew Medichini/AP Photo/picture alliance

لکه څنګه چې د یکشنبې (د نومبر میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د لیري واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې دننه په ځانګړي توګه د کورسک په سیمه کې د اهدافو په نښه کولو له پاره د استفادې اجازه ورکړې ده.

په داسې حال کې چې داوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په غیر مستقم ډول دې موضوع ته غبرګون ښودلی دی، روسیې په څرګند دول پر دې اقدام انتقاد کړی دی. زیلنسکي د یکشنبې په ماښام په خپله تلویزوني وینا کې په غیر مستقیم ډول د دې موضوع یادونه وکړه.

هغه وویل چې نن ډیر شمیر رسنیو په دې هکله رپوټ ورکړی دی، خو د متناسب اقداماتو ترسره کولو اجازه مو ترلاسه کړې ده: «دغه بریدونه په الفاظو نه ترلاسه کیږي. مونږ به دا ډول کارونه مخکې له مخکې اعلان نه کړو. توغندي به پخپله ژبه خبرې وکړي.»

د هغو رپوټونو په حواله چې د یکشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز، اسوشیټډ پرس او رویټرز له خوا د لیري واټن وسلو څخه په کار اخیستنې د محدودیت لغوه کیدو په هکله خپاره شول، د اوکراین د بریدونو لومړی هدف په کورسک سیمه کې مستقر د روسیې او شمالي کوریا ځواکونه دي.

د دغو رپوټونو په حواله، د ATACMS توغندیو په وسیله لومړني بریدونه به په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ملاتړ او تقویه کولو په خاطر ترسره شي چې تر ۳۰۰ کیلومترو لیري واټن ویشتلی شي. 

د اوکراین پخوانۍ غوښتنه

دغه پریکړه په داسې یو وخت کې کیږي چې د دونالد ترمپ د جمهوري ریاست دورې پیلیدو ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او روښانه نه ده چې ایا ترمپ به دغه سیاست ته دوام ورکړي او که څنګه؟ یو شمیر برجسته جمهوري غوښتونکو هم په دې برخه کې پر اوکراین د محدودیت کمولو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

زیلنسکي د څو میاشتو راهیسې له خپلو لویدیځو متحدینو څخه د روسیې پر وړاندې د لیري واټن ویشتونکو توغندیو د استفادې جواز غوښتنه کوله. د اوکراین د ولسمشر په باور: «یوازې پریکړنده تګلاره کولی شي مسکو د جګړې پای ته رسولو ته مجبوره کړي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر آندری سیبیګار هم مخکې د دې موضوع پر ارزښت ټنګار کړی و چې «په روسیه کې د مشروع اهدافو د په نښه کولو له پاره له امریکایي او بریتانوي وسلو څخه پر استفادې لګول شوي محدودیتونه باید لغوه شي.»

د امریکایي رسنیو د رپوټ پر بنسټ د جو بایډن دغه پریکړه د وسلو لیږلو او د روسي ځواکونو په څنګ کې د شمالي کوریا د زرګونو عسکرو د موجودیت په غبرګون کې شوې ده.

د روسي چارواکو غبرګون

د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر لئونید اسلوتزکي د «تاس» خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «د روسیې د خاورې په زړه کې د امریکایي وسلو کارونه به بې له شک څخه د شخړې او جګړې د زیاتیدو سبب شي، چې کیدای شي درنې پایلې ولري.»

هغه زیاته کړه: «د امریکا اوسنی حکومت چې دوره یې مخ پر ختمیدو ده، باید درک کړي چې دغه اقدام نه یوازې دا چې د ترمپتر ولسمشرۍ لاندې د امریکا راتلونکی حکومت به د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په برخه کې له مشکل سره مخامخ کړي، بلکې احتمال لري د ترمپ ټیم مجبوره شي چې د یوې نړیوالې مخامخ کیدنې مخه ونیسي.»

د روسیې د فدراسیون په شورا د نړیوالو مسائلو د کمیسیون لومړی مرستیال ولادیمیر یاباروف، لا زیات تند غبرګون ښودلی دی او د محدودیتونو لغوه کول یې بې ساری ګام بللی دی چې «کېدلی شي د دریمې نړیوالې جګړې سبب شي.»

نوموړي تاس خبري آژانس ته وویل: «دا یو لوی ګام دی او امریکایانو دغه ګام د یوه زوړ کس له پاره پورته کوي چې د فعالیت دوره یې مخ پر خلاصیدو ده او دوه میاشتې وروسته به هیڅ بل مسئولیت ونه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین متحدینو په لومړي غبرګون کې د بایډن د دې اقدام ملاتړ کړی دی، د هغو له ډلې څخه پولنډ چې د امریکا د ولسمشر دغه پریکړه یې په «سم مسیر» کې ګام بللی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په ایکس شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره واضحه کړې ده چې امریکا «په هغه ژبه ځواب ورکړی دی چې ولادیمیر پوتین پرې پوهیږي.» هغه زیاته کړه: «د تيري قرباني د دې حق لري چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»

اژانسونه: ش.ن/ ب.ص