1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر تل ابیب باندې د حزب الله په بريد کې پنځه تنه ټپيان سوي

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

پر تل ابیب باندې د حزب الله د توغندیز برید په نتیجه کې پنځه تنه ټپیان سوي دي. په عین حال کې د لبنان حکومت او حزب الله، له اسرائیل سره د اوربند په هکله د امریکا له پیشنهادي طرحې سره موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4n9Bi
د لبنان حکومت او د حزب الله ملیشو د امریکا  له خوا د اوربند په هکله وړاندیز سوې طرحې سره توافق څرگند کړې ده.
پر تل ابیب باندي د لبنان د حزب الله راکټي بریدونهانځور: Baz Ratner/AP/picture alliance

 

اسرائیلي پوځ د دوشنبه په ماښام ( د نوومبر ۱۸ مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه ( پخواني تویتر) کې د یوه فیلم په خپرولو سره، خبر ورکړ چې «د اسرائیل مرکز دحزب الله د بې هدفه توغندیو له امله د سوځیدو په حال کې دی.»

د اسرائیلي  پوځ په حواله د بالستیک هغه یو توغندی د دافع هوا سیستم په مرسته ونیول سو چی چَرې یې د تل ابیب پر ښار ولویدې. ددغې پیښې په هکله نور جزیات نه دي خپاره سوي.

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې پر تل ابیب باندي د ایران له ملاتړه د برخمنو حزب الله د ملیشو د توغندیز برید په نتیجه کې پنځه تنه زخمیان سوي دي چې د یوه روغتيايي وضعيت ډېر د اندېښنې وړ بلل سوی دی.

د اسرائیل د«ماگن دیوید آدوم» مرستندویه بڼسټ اعلان وکړ چې دغه کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي. نوموړي مرستندویه بڼسټ، ختیځ تل ابیب ته نیژدې سیمه »رمات گان« کې د یوې سترې اورلگیدنې انځورونه خپاره کړي دي.

د اوربند په هکله د امریکا له طرحې سره د حزب الله موافقه

پر تل ابیب باندي د حزب الله له بریدونو او زورزیاتي په زیاتیدو سره سم، د رویترز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د لبنان حکومت او د حزب الله ملیشو د امریکا متحده ایالاتو له خوا د اوربند په هکله وړاندیز سوې طرحې سره توافق څرگند کړې ده.

دلبنان د پارلمان د رئیس، نبیه بیري مرستیال، علي حسن خلیل له رویترز سره په مرکه کې د اوربند پیشنهادي طرحه د «نښتو د پای ته رسولو له پاره تر ټولو جدي هڅه» اعلان کړې ده. دغه لبناني چارواکي رویترز ته ویلی دي چې ددغې طرحې جواب د امریکا حکومت ته هم ورکړل سوی دی.

په پام کی ده چی د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی، آموس هوخشټاین به د خبرو اترو د دوام له پاره بیروت ته ولاړ سي.

حزب الله ته د ایران د نیابتي ځواک په سترگه کتل کیږي او اسلامي جمهوریت ددغې ډلې د مالي منابعو او وسلو لویه برخه تمویلوي. دغه ډله په پارلمان کې د استازو د ستر فراکسیون په لرلو سره د لبنان پر حکومت د پام وړ نفوذ لري.

د لبنان د پارلمان مشر، نبیه بیري چی د حزب الله د متحدينو په ډله کې شميرل کيږي، په دغو خبرو اترو کې کلیدي نقش  لوبوي. د لبنان د پارلمان د مشر مرستیال د اوربند په هکله د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وې ویل چې دغه موضوع د ملگرو ملتونو د ۱۷۰۱ نمره پریکړه لیک په دقیق پلي کولو پوري اړه لري. ددغه پریکړه لیک له مخې چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې پر بنسټ د حزب الله د ترهگرې ډلې او اسرائیل ترمنځ جگړه پای ته ورسیده، د لبنان سویلی برخې باید د دغو ملیشو د ځواکونو له حضور څخه تخلیه سي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د لبنان د پارلمان د مشر، مرستیال رویترز ته وویل چې «د امریکا د نوښت بریالیتوب اوس په اسرائیلو پوری اړه لري« هغه ټینگار وکړ چې «که اسرائیل د حل کومه لار ونه غواړي کیدای سي، سل ستونزې رامنځته کړي.»

اسرائیلو تر اوسه د امریکا د پیشنهادي طرحې  او حزب الله د هوکړې  په هکله څه نه دي ویلي.

د فرانسې خبري آژانس مخکې له دې رپوټ ورکړی وو چې د امریکا متحده ایالاتو پیشنهادي طرحه له اسرائیل  سره د ۶۰ ورځو اوربند په هکله ده او ۱۳مادې لري. ددغې طرحې له مخې امریکا ددې غوښتنه کړې چې لبنان دي له اسرائیل سره خپل سرحد کې د پوځي ځواکونو ځای پرځای کیدل پیل کړي.

GP/BS/DW.Online Farsi