1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند نافذ سو

ګل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

نن، چهارشنبه سهار وختي، په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې او اسرائیل ترمنځ اوربند نافذ سو. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک، دغه اوربند په ټوله سیمه کې د هیله مندۍ یو څرک بللی دی.

https://p.dw.com/p/4nTRe
د اسراییل امنیتي کابینې د امریکا په منځګړيتوب دغه هوکړه په لسو موافقو او یوې  مخالفې رایې سره تصویب کړه.
د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند نافذ سوانځور: Leo Correa/AP Photo/picture alliance

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د نوامبر ۲۷ مه) سهار وختي د اسرائیل او پهلبنان کې حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ یو اوربند نافذ سو. د اسرائیل د لومړي وزیر، بنيامين نتانياهو، د دفتر له خوا په یوه بیان کې ویل سوي چې د اسراییل امنیتي کابینې د سه شنبې په ماښام د امریکا متحده ایالاتو په منځګړيتوب رامنځته شوې هوکړه په لسو موافقو او یوې  مخالفې رایې سره تصویب کړه.

دنتانياهو ، د دفتر له خوا زيات شوې په دې ډول اسراییل ځان ته «حق ورکوي چې خپل امنیت ته د هر ډول گواښ په وړاندي اقدام وکړي.»

نتانیاهو د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایدن د«هغه درک له امله مننه وکړه چې د هغه [اوربند د هوکړې] په عملي کولو کې خپله آزادي ساتي.» نوموړي د سې شنبې په ماښام د اسرائیل اولس ته د یوې وینا په ترڅ کې له دغه اوربند سره د خپل موافقت توجیه په دې ډول وکړه چې دغه اوربند به اسرائیل ته ددې اجازه ورکړي په بشپړ ډول د ایران له خوا گواښ باندي تمرکز وکړي او د اسرائیل پوځ ته «د آرامې ساه اخیستلو» وخت ورکړي. نوموړي په عین حال کې حماس له حزب الله  څخه منزوي وباله او په دې ډول یې جبهې سره جلا کړې.

نتانیاهو، د غزې په تراډه کې د حماس جنگي اهدافو د له منځه وړلو ، د یرغمل سوو بیرته ستنیدو او همدارنگه د اسرائیل شمال ته د تخلیه سوو اوسیدونکو انتقال ته ځان هوډمن ښکاره کړ.

Libanon Beirut 2024 | Israelische Luftangriffe auf Dahiyeh
د بیروت ځینی سیمې د اسرائیل د هوایی بریدونو په نتیجه کی سختې زیانمنې سوي ديانځور: Hassan Ammar/AP/picture alliance

نوموړي حکومتي مشر وویل: «تر هغه وخته چې موږ خپلو ټولو اهدافو ته ونه رسیږو، جگړه به پای ته ونه رسیږي». په عین حال کې یې په اصطلاح د «خلاصون او يا ژغورنې جگړې» په بیلابیلو جبهو کې د امنیتي ځواکونو له بریالیتوب څخه ستاینه وکړه.

نوموړي وویل: «هغوی په ټوله نړۍ کی د هیبت او ستاینې سبب سول او په ټول منځني ختیځ کې یې د اسرائیل قدرت ته انعکاس ورکړ، د هغوی له ډلې څخه ایران هم چی د پام وړ زیانونه یې باید زغملي وای.»

د اسرائیل  ولسمشر، اسحاق هیرڅوگ له دغه تړون څخه هرکلی وکړ. نوموړي د سه شنبه په ماښام د ایکس پر پلت فورم ولیکل: «د اسرائيل د شمال د ټولو اوسیدونکو د خوندیتوب له پاره د هغه بشپړ تطبیق ضروري دی.»

د رپوټونو له مخې دغه تړون د ۶۰ ورځو انتقالي دورې له پاره په نظر کې نیول سوی دی چې د هغې په ترڅ کې به د اسرائیل  پوځ د لبنان له جنوب څخه ووزي او د لبنان پوځ  شاوخوا ۵۰۰۰  سرتیري به د لیتاني رود په جنوب کې ځای پر ځای سي، په هغو کې د سرحد په اوږدو کې د شاوخوا ۳۰ پوستو ځای پرځای کول هم شاملیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انالېنا بېربوک د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند، په ټوله سیمه کې د هیله مندۍ يو څرک وباله. له زرغون گوند څخه نوموړې سیاستوالې غوښتنه وکړه:« اوس نو په غزې کې هم موږ په سمدستي ډول یوه اوربند ته اړتیا لرو، تر څو آلماني او نور یرغمل سوي کسان بلاخره آزاد کړای سي او د په سلو زرو ښځو، کوچنیانو او نارینه وو رنځ او لوږې ته بلاخره د پای ټکی کښیښودل سي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.