د جزا محکمه: د نتنياهو، ګالانت او ضيف د نيولو اوامر صادر شول
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبهپه دنهاک کې د جزا نړيوالې محکمې ويلي دي چې د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو، د دفاع د پخواني وزير يوآف ګالانت او د حماس د قومندان محمد دياب ابراهيم مصري چې په محمد ضيف مشهور دی، د نيولو اوامر يې صادر کړي دي.
په هاګ کې د نړیوالې جزا محکمې (IStGH) د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د اسرائیلو د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت، او د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد ضيف د نیولو امرونه صادر کړي دي.
د يادې محکمې د اعلامیې له مخې، د نتنیاهو او ګالانت لپاره د نیولو امرونه د انسانیت پر ضد جرمونو او د جګړې د جرمونو په تړاو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۸ څخه د ۲۰۲۴ د مې مياشتې تر ۲۰ پورې د ترسره شویو جرمونو پر اساس صادر شوي دي. په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د محمد ضعيف لپاره هم د نیولو امر صادر شوی دی.
دغه هم ولولئ: د اسرائیل په اړه د جزا نړیوالي محکمې د څارنوال پر اقدام انتقادونه
د جزا د نړيوالې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، د مې په ۲۰مه نېټه د انسانیت پر ضد او د جګړې د جرمونو په اړه د شکمنو قضیو پر بنسټ د نتنیاهو، د هغه مهال د دفاع وزیر ګالانت او د حماس د درې مشرانو لپاره د نیولو د امرونو د صادرولو غوښتنه کړې وه.
محمد ضيف د حماس وروستی ژوندی پاتې مشر دی چې د هغه لپاره د نیولو امر غوښتل شوی دی. د حماس د غزې د مشر یحیی سنوار او د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د تېرو میاشتو په اوږدو کې د اسرائیلو لخوا وژل شوي دي.
دغه هم ولولئ: د عدالت نړېواله محکمه؛ اسرائيل د «نسل وژنې» ادعا رد کړه
د نیولو د امرونو په تطبیق کې ستونزې
د جزا نړیواله محکمه د پولیسو خپل ځواک نه لري چې د دغې محکمې د نیولو امرونه عملي کړي. نو په دې برخه کې د خپلو ۱۲۴ غړو هیوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. دغه غړي هیوادونه مکلف دي چې مطلوب کسان ونیسي، کله چې هغوی د دوی په خاوره کې موجود وي.
دا ممکن د نتنیاهو او ګالانت لپاره د اروپایي اتحادیې و غړو هیوادونو ته سفرونه ستونزمن کړي. خو د اسرائیلو تر ټولو مهم متحد، د امريکا متحده ایالات، د نړیوالې جزا محکمې غړی نه دی او د دې امرونو د تطبیق مکلفیت نه لري.