د پاکستان پولیس: د شیعه او سني فرقو ترمنځ بيا اوربند شوی
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبهد پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په کرمه ضلع کې وروستي تاوتریخوالي د نومبر پر ۲۱ هغه مهال پيل شول چې وسله والو د موټرو پر یو کاروان حمله وکړه چې ۵۲ کسان پکې ووژل شول. وژل شوي اکثره شیعه ګان ول.
که څه هم د دغې خونړۍ حملې مسئولیت چا نه دی منلی، خو د شیعه فرقي پلویانو خاورو ته د وژل شوو کسانو د جنازو تر سپارلو وروسته پر سنیانو حمله وکړه چې پکې ۷۸ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ پوري نور ټپیان شول.
د نومبر مياشتي پر ۲۴ د ښکېلو خواو ترمنځ پر یو اوربند توافق وشو، خو دغه اوربند عملي نه شو. دا ځل پاکستاني چارواکو تمه ښودلې چې شوی اوربند به عملي کيږي.
د کرمې د پولیسو مرستیال کمشنر جاوید الله محسود، وویل چې قومي مشرانو د یکشنبې شپې د سولې په خبرو اترو کې مرسته کړې او له دې سره د امنيت ساتلو له پاره په سیمه کې پولیس ځای پر ځای شوي دي.
د رپوټونو مطابق، د کرمې د تېرو شاوخوا دوو اوونیو تاوتريخوالو کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ پوري نور ټپیان شوي دي.
د تېرې شنبې په ورځ په خيبر پښتونخوا ایالت کې امنيتي چارواکو وويل چې د چهارشنبې په ورځ هم یو اوربند رامنځ ته شو، خو هغه هم رعایت نشو چې د پنجشنبې او جمعې ورځو په نښتو کې ۱۳ کسان ووژل شول چې ۱۱ یې شیعه ګان ول.
د پاکستان د ۲۴۰ ميلیونه نفوس اکثریت برخه سنيان دي. شیعه ګان د دغه نفوس نژدې ۱۵ سلنه برخه ده. په کرمه ضلع کې چې د افغانستان پولې ته نژدې پرته ده، هم شیعه ګان میشت دي.
(AP)mks/nz