1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کُرمه کې تازه نښتې؛ ۱۳ تنه وژل شوي دي

محمد کریم صالح
۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبه

یوه پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ وويل چې په کُرمه کې د شيعه او سني مذهبي فرقو تر منځ تازه نښتو کې ۱۳ نور کسان وژل شوي دي. دې سره په دغو نښتو کې چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د وژل شوو شمېر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4nbCs
په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۴م کال د اوکتوبر ۱۳ د جنازو د ادا کولو له پاره راټول شوي سنیان
آرشیف - یوه پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ وويل چې په کرمه کې د شيعه او سني مذهبي فرقو تر منځ تازه نښتو کې ۱۳ نور کسان وژل شوي ديانځور: Dilawer Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې د سني او شیعه فرقو ترمنځ د شاوخوا لسو ورځو راهیسې خونړۍ نښتې شوي دي.

په کرمه اجنسۍ کې يوه ځايي چارواکي د شنبې په ورځ وويل چې د دواړو فرقو ترمنځ یې اوربند په کراتو کړی او تازه نښتې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي دي. د هغه په خبره د تېرو دوو ورځو نښتو کې ۱۳ نور کسان وژل شوي چې په هغو کې ۱۱ یې شیعه او ۲ سنيان دي. دې سره په دغو نښتو کې د ټولو وژلو شوو کسانو شمېر ۱۲۴ ته پورته شوی دي.

دغه چارواکي دغه راز زیاته کړه چې په تازه نښتو کې له ۵۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي هم دی او دا چې نښتو د شنبې ورځې تر سهاره هم ادامه درلوده.

هغه د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د دواړو لورو ترمنځ شديده بې باوري موجوده ده او یوه فرقه هم د نښتو د درولو له پاره د حکومت پر لارښوونو عمل کولو ته غاړه نه ږدي.»

دغه حکومتي چارواکي وویل چې «پولیسو رپوټ ورکړی چې اکثره ځايي خلک غواړي د تاوتریخوالو له کبله له دغې سيمې ووځي، خو ناوړه امنيتي وضعیت دغه کار د هغوی له پاره ناممکنه کړی دی.»

د تېرې اوونۍ په پای کې د خیبر پښتونخوا حکومت د دواړو لورو ترمنځ د یو ۷ ورځنی اوربند د توافق اعلان وکړ، خو عملي نه شو. د چهارشنبې په ورځ بیا یو بل لس ورځنی اوربند برقراره شو، خو دا هم مات شو.

په پېښور کې یو بل لوړ پوړي امنيتي چارواکي چې هغه هم نه غوښتل نوم ېې خپور شي، وويل چې په دغو نښتو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲۴ ته پورته شوی دی.

هغه وویل: «د لاډېرې مرګ ژوبلې اندېښنه موجوده ده. په سیمه کې د ټيکاو د رامنځ ته کولو له پاره د صوبايي حکومت پر هېڅ اقداما بشپړ عمل نه دی شوی.»

پاکستان کې اکثریت سنيان ژوند کوي خو د خیبر پښتونخوا ایالت په کُرمه اجنسۍ کې چې افغانستان سره په سرحد پرته ده، ګڼ شمېر شیعه مذهبه اوسیږي.

(AFP)mks/akh

د دویچه ویله خبریال محمد کریم صالح
محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال@MKarimSALEH