1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کُرمه کې نښتې؛ لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي

زمزمه نیازۍ │ فرانس پریس او د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۴, یکشنبه

په پاکستان کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې په تیرو دریو ورځو کې ۸۲ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي. یوازې تېره شپه د کُرمې په سیمه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nNI4
وروستی تاوتریخوالی د پنجشنبې په ورځ پیل شول.
کُرمه سیمه تل د شیعه ګانو پر ضد د سني مذهبي ډلو له خوا د بریدونو شاهده ده.انځور: Dilawer Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان  په شمال لویدیځ کې وروستۍ نښتې په وروستیو کلونو کې د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ تر ټولو خونړۍ نښتې بلل شوي دي.د راپورونو له مخې د جمعې په شپه د خیبر پښتونخوا په کُرمې  سیمه کې سخته جګړه شوې چې لا هم روانه ده. په سیمه کې اوس هم وضعیت خورا کړکېچن دی. په لږ تر لږه پنځو کلیو کې په سلګونو دوکانونه، کورونه او ځمکې د د دواړو لوریو له خوا سوځول شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په کُرمې سیمه کې يوه سيمه ييز چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، په وژل شويو کې ١٦ سني او ٦٦ يې شيعه وګړي شامل دي.

پاکستان یو داسې هیواد دی چې اکثریت نفوس یې سني دی، خو کُرمه، چې د افغانستان پولې ته نیږدې پرته ده، د شیعه ګانو زیات نفوس لري. په دې سیمه کې وخت نا وخت د دوو مذهبي ډلو ترمنځ دغه ډول تاوتریخوالی رامنځ ته کیږي.

وروستی تاوتریخوالی د پنجشنبې په ورځ هغه مهال پیل شو چې د شیعه ګانو پر دوو جلا کاروانونو چې د پولیسو ملاتړ ورسره و، برید وشو. وسله والو کسانو پر خلکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۴۳ کسان یې ووژل.

دغو نښتو کې ډیر دوکانونه او بازارنه هم سوځیدلي دي.
قومي مشرانو یوه شورا هڅه کوي چې د دواړو ډلو تر منځ جوړ جاړی وکړي.انځور: REUTERS

د جمعې په شپه، د پولیسو د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا، قهرجنو شیعه ګانو په سني میشتو سیمو برید وکړ. دوی بازار او نږدې کورونه په بشپړه توګه وسوځول. د چارواکو په وینا، سنیانو هم د شیعه ګانو په وړاندې د غچ اخیستونکو بریدونو سره غبرګون ښودلی.

کُرمه سیمه تل د شیعه ګانو پر ضد د سني مذهبي ډلو له خوا د بریدونو شاهده ده. یوه ځايي چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د قومي مشرانو یوه شورا هڅه کوي چې د دواړو ډلو تر منځ جوړ جاړی وکړي.

پاکستان دا مهال د سخت دریځو ډلو له خوا د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی. د خیبر پښتونخوا په صوبه کې چې افغانستان ته نږدې پرته ده، پاکستاني طالبان په پرله پسې ډول بریدونه کوي چې اکثره یې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انستیتوت د راپور له مخې، یوازې د نومبر میاشتې په لومړیو ۲۰ ورځو کې د دغې ډلې په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۵ پوځیان وژل شوي دي.

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.