1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په بنو کې له يوې پوستې ۷ عسکر تښتول شوي

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په دوو جلاو حملو کې ۸ عسکر وژل شوي او ۷ پولیس برمته کړل شوي دي. پر وژل شوو عسکرو د حملې مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4n8oX
د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې امبولانسونه، امنيتي ځواکونه او ولسي خلک
آرشیف - پاکستاني چارواکي وايي چې په دوو جلا حملو کې ۸ سرتیري وژل شوي او ۷ پولیسان برمته کړل شوي ديانځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

د پاکستان د استخباراتو ادارې يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې یوه حمله د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په تيرا علاقه کې شوې چې په کې «۸ سرتيري» او «۹ وسلوال یاغیان» وژل شوي دي. د دغې حملې مسئولیت پاکستاني طالبانو (TTP) منلی دی.

پولیس برمته شوي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو یوه لوړرتبه افسر چې هغه هم ونه غوښتل نوم ېې وښيي، وویل چې وسله والو د پولیسو يوه پوسته محاصره کړې وه او ۷ پولیس ېې برمته کړي دي. دا پېښه د بنو په سيمه کې د عثمان زيو د پوليسو د مرکز په ساحه کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو يوه سيمه ایز چارواکي د پاکستان ډان رسنۍ ته وويل چې »وسله والو پوسته کلابنده کړه او په زور هلته ورننوتل او  په هلته موجود د پوليسو کارکوونکي یې د يرغمل کړل.«

د پولیسو دغه افسر زیاته کړه چې «وسله والو د پولیسو اړوند وسلې هم له ځانه سره وړي دي.» د محمد ضیاالدین په نوم د پولیسو یو بل افسر هم دغه پېښه تائيد کړه.

ضياالدين وويل چې په سيمه کې د لټون چارې پيل شوي دي او د يرغمل شويو د موندلو په موخه سيمه کلابنده شوې ده.

په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو حملې ډېرې شوي دي. دغې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه یوې حمله کې ۱۰ پولیس ووژل.

د پاکستاني طالبانو علاوه، بيلتون غوښتونکې ډلې هم د پاکستان په مختلفو علاقو کې پر امنیتی ځواکونو وسله والې حملې ترسره کوي.  

د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې بيلتون غوښتونکې ډلې په حمله کې ۷ پاکستاني عسکر ووژل شول. دغه حمله د بلوچستان ایالت په مرکز کې د اورګاډو په یو تمځای کې تر يو ځانمرګي بريد یوه اوونۍ وروسته وشوه. په یاد ځانمرګي برید کې د ۱۴ عسکرو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي ول.

(AFP)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل