ګردبادونو په امريکا کې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي
۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغو ګردبادونو همدارنګه کورونه تخریب کړي او لارې ېې د ترافيکو پر مخ تړلي دي. د برېښنا د قطع کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، درې کسان د تنسي ایالتپه نشويل نومي ښار کې مړه شوي دي، په داسې حال کې چې ښاروالۍ په توپان کې د تخریب شوو کورونو او رالوېدلو ونو انځورونه خپاره کړي دي.
همداراز يې پر ايکس یا پخوانۍ ټويټر شبکې ليکلي دي: «له بده مرغه موږ په نسيب لین کې د خرابې هوا په پایله کې د درو تنو مړېنه تائيدولی شو.»
دوو ځوانانو او یوه ماشوم د کلارکسويل په نوم ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه خبره د منتګومري کاونټي ادارې په یوه اعلاميه کې کړې ده. په اعلاميه کې همدارنګه راغلي دي: «برعلاوه د دې، ۲۳ کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.»
اعلامیه وايي چې حالاتو ته د رسيدګۍ لومړنۍ هڅې «لا هم د دغې فاجعې د نجات او لټون په مرحله کې دي.« له ځايي خلکو غوښتل شوي دي چې له سړکونو څخه لرې واوسي.
د کلارکسويل ښاروال، جو پیتس، په دغه ایالت کې بېړنی حالت او د شنبې شپې له ۹ بجو ېې په ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی. ښاروال ويلي دي: «ما لازمه وګڼله چې په ښار کې د روغتيا، حفاظت او د ټولنې د رفاه په خاطر له نن شپې (د دسمبر ۹مه) تر سبا شنبه (د دسمبر ۱۰مې) پورې ګرځبنديز ولګوم.»
د برېښنا ادارې ويلي دي چې په تنسي ایالت کې د شنبې په مازديګر د ګردباد له کبله پر ۵۲ زره کسانو برېښنا قطع شوه چې مخکې ېې دغه شمېر ۸۶زره ښودلی وو.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.
له آرشیف څخه: