1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورنادو په امریکا کي سخت ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

سخت باد او طوفان (تورنادو) په امریکا متحده ایالاتو کي ډیر انسانان زخمیان کړي او سخت مالي تاوانونه یې پيښ کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Kvea
Tornado damage in Bowling Green
انځور: Amira Karaoud/Reuters

محلي چارواکو پرون سه شنبه خبر ورکړ چي د لویزیانا ایالت د فارمرویل په سیمو کي سخت باد او طوفان ډیر کورونه ونړول او یا یې سخت تاواني کړل. په خبره یې حداقل ۲۰ اوسیدونکي ټپيان سوي، چي ځیني یې سخت دي.

د پولیسو یوه ویاند CNN ته ویلي دي چي دا له ۱۷ کلونو راهیسي تر ټولو سخت تاوانونه دي چي رامنځته سوي دي. په ټلویزوني صفحو او ویدیوګانو کي نړیدلي ودانۍ او د برق چپه سوي پایې معلومیدلې. 

په همسایه ایالت، تکزاس کي د هواپيژندني ادارې حداقل پنځه تورنادو (دوړدوړکه) مشاهده کړي دي. د دالاس په شاوخوا او امریکا په شمال کي نور اوه کسان هم زخمیان سوي دي.