1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورنادو په امریکا کې ۲۴کسان وژلي دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د امریکا په تینیسي ایالت کې د تورنادو د ویجاړونکي توپان له امله ۲۴کسان وژل شوي دي. د دې ګردبادونو شدت دومره زیات وو چې کورونو، موټرو او حتی الوتکو ته یې هم زیات اړولی دی.

https://p.dw.com/p/3YqGP
USA Mindestens 22 Tote durch Tornados im US-Bundesstaat Tennessee
انځور: Reuters/Drone Base

د سه شنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۳ ڼيټه) سهار وختي په داسې حال کې چې لا ډیر خلک په درانه خوب ویده ول، د امریکا په تینیسي ایالت کې توپاني بادونه پيل شول. د تورنادو په هکله خلکو ته خبرداری ورکړل شوی وو، خو خلکو يې د دومره شدت په اړه ډير معلومات نه درلودل.

د چارواکو په حواله د دې ګردباد له امله ۲۴ کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي. د توپان له امله د رامنځته شوي ویجاړيو په سبب په زرونو خلک له بریښنا څخه محروم شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د سه شنبې په ورځ په تینیسي ایالت کې د «سوپر ټیوز ډې» په نوم د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دیموکرات ګوند د نوماندانو ترمنځ د خپلمنځۍ سیالۍ له پاره رای اچونې ترسره شي، خو له رای اچونې څو ساعته مخکې لا ټورناډو پیل شوه.

«سوپر ټیوز ډې» ځکه ډیر مهم وي چې په دې ورځ له رای اچونې سره پریکړه کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دیموکرات ګوند نومان به څوک وي. همدا دلیل وو چې پر خرابې هوا سربیره په ډیرو سیمو کې د شپې تر ناوخته پورې د رای اچونې لړۍ روانه وه.

USA Mindestens 22 Tote durch Tornados im US-Bundesstaat Tennessee
انځور: Reuters/H. McClary

د تینیسي والي بیړنی حالت اعلان کړی دی او په ټول ایالت کې په پراخه پیمانه د مرستې عملیات جریان لري. نوموړي وویل چې د مرستو ترڅنګ د اغیزمنو شویو له پاره سرپناوې هم جوړیږي او پر بیړنیو حالاتو سره د مقابلې له پاره اضافي پرسونل هم ګومارل شوی دی.

د نیشویل ښار له تورنادو تر ټولو ډیر اغیزمن شوی دی. د توپان شدت دومره زیات وو چې د کورونو چتونه یې الوزولي او ډیر موټر يې اړولي دي.

په جان سي تیون هوایي ډګر کې ولاړو یو شمیر الوتکو ته هم ډیر تاوان رسیدلی دی. د یو شمیر کورونو چتونه نړيدلي او ځنې سړکونه خو حتی د استفادې وړ نه دي.

د پتنام کاونټي په سمیه کې تر ډیر لیري پورې د تباهۍ او ویجاړیو منظر لیدل کیږي، د بریښنا پایې او ونې چپه شوي دي. چارواکو په دې سیمه کې له تیرې شپې راهیسې ګرځ بندیز لګولی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې اغیزمنو سیمو ته به ورشي. د نیشویل ښاروال بیا ویلي دي چې د ښار د بیارغونې له پاره ژمن دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز