1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

یوې ښځې پر امریکايي فلمي ستوري چارلي شین فزیکي برید کړی

۱۴۰۲ دی ۲, شنبه

امریکایي رسنیو د جمعې په ورځ د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی چې د کالیفورنیا ایالت په مالیبو کې یوې ګاونډۍ ښځې د هالیووډ پر مشهور فلمي ستوري چارلي شین فزیکي برید کړی دی. زیاته شوې چې بریدګره د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4aWhl
USA Charlie Sheen
انځور: Getty Images/J. Merritt

دامریکا متحده ایالاتو په لاس انجلس ایالت کې د ولسوالۍ د پولیسو دفتر د «People» ورځپاڼې ته ویلي دي چې شکمنه ښځه د چهارشنبې په ورځ د فزیکي حملې او غلا په تور د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د «TMZ.com» امریکایي خبري انټرنټ پاڼې په حواله ویل کیږي چې نوموړۍ ښځې د چارلي شین دروازه ټکولې او مخکې له دې چې بیرته د هغه له کوره ووځي، پر دېفلمي ستوري فزیکي برید کړی دی.

د برید د دلیل په اړه په رسمي ډول معلومات نه دي ورکړل شوي. د «Los Angeles Times» ورځپاڼې د اطفایې یا اور وژنې څانګې په حواله ویلي دي چې د پيښې په ځای کې یو امبولانس لیدل شوی وو، خو روغتون ته څوک نه دی وړل شوي.

شین چې د خپل («Platoon», «Wall Street») فلمونو او تر ټولو ډیر د«Two and a Half Men» کمیډي فلم له امله مشهور دی، په دې وروستیو کې اکثره وختونه د ډیر شراب څښلو، مخدره توکو څخه د استفادې او همدارنګه د اولادونو د پالنې پر سر فامیلي شخړو له کبله د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نیولی دی.

دغهمشهور فلمي ستوری چې درې ځله طلاق یا له خپلو میرمنو جلا شوی دی، د پنځو ماشومانو پلار دی. 

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

په باليووډ کې د جنسي زورونې موضوع

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب