فلمي هنري ستورئ جېمز بانډ مړ سو
۱۳۹۶ خرداد ۲, سهشنبهددغه برتانوي هنرمند کورنۍ په تویتر کي لیکلي دي: «په ډیري خواشینۍ سره خبر درکوو،چي زموږ گران پلار ښاغلئ روگر مور- Roger Moore په سویس کی د سرطان د ناروغۍ سره تر یوې لنډی مجادلې وروسته مړ سوی دی.»
روگر مور خپل لمړنئ لوی رول په ټلویزوني سریالونو "Maverick" او "Ivanhoe" کي بازي کړ . په ۱۹۶۰ م کال کي د « دَ ساینټ" په سریال کي هغه د زیمون ټیمپلر په نامه په یوه جهاني ستوري بدل سو. د تونی کَرتیس- Tony Curtis سره ځای په جنايي سریال«دوهم» کي ښه وځلیدی او په ټوله اروپا کي مشهوره سو . خو دده مشهوره رول جېمز بانډ ؤ. د ۰۰۷ په نوم سره یې د ۱۹۷۳ م کال راوروسته فلمونو سلسلې «یا ژوندی پاتیږې یادي وژنم » کي د هوښیار اجېنټ او ښځو اتل په توگه ۷ واره جایزې تر لاسه کړې.
په فلمونو کي تر ښه ځلیدلو وروسته روگر مور په اجتماعي کارونو کی ډیر مشغوله سو. داسي چي په ۱۹۹۱ م کال کي د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د حمایې سازمان، یونیسف خاص استازئ سو. په ۲۰۰۳ م کال کي یې د ملکې الیزابت دوهمي لخوا د اشراف لقب تر لاسه کړ.
په سویس کي د سرطان سره تر لنډی مجادلې وروسته یې نن سه شنبه د مئ پر ۲۳ نیټه ساه ورکړه.
qm/ sw/bb (dpa/afp)