1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولنډ ته د زرو امریکایي عسکرو د استولو تړون

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پولنډ ته د اضافي امریکايي عسکرو د استولو تړون په وارسا کې لاسلیک کړ. اټکل کیږي چې په دغه ډله کې به ځينې هغه امریکايي عسکر هم وي چې اوسمهال په آلمان کې مستقر دي.

https://p.dw.com/p/3h12O
Mike Pompeo besucht Polen Warschau EDCA Unterzeichnung
انځور: picture-alliance/PAP/P. Supernak

منځنۍ اروپا ته د خپل سفر په پای کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پولنډ ته د زرو اضافي عسکرو د لیږلو تړون په وارسا کې لاسلیک کړ. د پولنډ له لوري چې د ناټو غړی هیواد دی، دغه تړون بیا د دفاع وزیر ماریوسز بلاسزچک لاسلیک کړ. د پولنډ ولسمشر اندژې دودا، وویل چې د دغه تړون په پایله کې به په راتلونکي کې په پولنډ کې نه یوازې زیات امریکایي عسکر او زیاتې زیربناوې وي بلکې «دا تضمین به نور هم غښتلی شي، چې زموږ عسکر به د هر خطر په مورد کې که هغه یوازې د پولنډ او متحده ایالاتو له پاره ګواښ هم وي، اوږ په اوږه سره ودریږي.»

له فورت ناکس څخه پولنډ ته د عسکرو لیږدونه

په دغه تړون کې د متحده ایالاتو د کنتاکي ایالت د فورت ناکس څخه د ځانګړو امریکایي عسکرو د یوې برخې په پولنډ کې مستقریدل په پام کې نیول شوي دي. په دوروي ډول به ۲۰۰ عسکر په دغه هیواد کې دنده ترسره کوي. د هغوی اصلي دنده به د ناټو له اروپایي شریکانو سره همغږي او په اروپا کې د امریکايي قطعاتو نوبتي ځای پر ځای کیدو څارل وي. د پولنډ د ولسمشرۍ مقام د ویاند د معلوماتو له مخې د دغو ځواکونو یوه برخه به د روان کال په مني کې پولنډ ته ولیږدول شي.

اوسمهال په پولنډ کې څه کم ۴۵۰۰ امریکایي عسکر مستقر دي. خو هغوی په دغه هیواد کې کومه دایمي پوځي اډه نه لري. په وارسا کې ملي محافظه پاله حکومت له ډیر وخت راهیسې په خپل هیواد کې د زیاتو امریکايي عسکرو غوښتنه کوي، تر هر څه زیات د روسیې د ویرولو له پاره. مسکو له خپل لوري په ختیځه اروپا او خپلو پولو ته څیرمه د ناټو په زیات حضور باندې انتقاد کوي. متحده ایالات غواړي چې په آلمان کې د مستقرو ۳۶۰۰۰ امریکایي عسکرو څخه ۱۲۰۰۰ یې وباسي. د ۱۲۰۰۰ له نیمایي څخه زیات به یې متحده ایالاتو ته ستانه شي او نور ۵۶۰۰ به یې د پولنډ په شمول نورو اروپایي هیوادونو ته ولیږدول شي.

پمپیو د دغه تړون تر لاسلیکولو دمخه د پولنډ له لومړي وزیر سره هم لیدلي وو.

په پام کې ده چې د ورځې په اوږدو کې به پمپیو د ۱۹۲۰م کال په اګست میاشت کې د وارسا د جګړې د سلمې کلیزي په لمانځغونډه کې ګډون وکړي. دغې جګړې د پولنډ- شوروي، په جنګ کې پریکړنده بدلون راوستی وو چې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر ختمیدو وروسته پېل شوې وه. پولنډ د شا او خوا څلور میاشتنۍ جګړې وروسته پر دې توانیدلی وو چې سور پوځ پر شا وتمبوي. د څیړونکو له پاره دغه بریا نه یوازې د پولنډ د خپلواکۍ بلکې د اروپا له پاره هم مهمه تاریخي پيښې ده. د هغوی په آند دغۍ ماتې پخوانی شوروي اتحاد د نړیوال انقلابي پلان له تحقق څخه راوګرځاوه. پمپیو په وارسا کې له خپل پولنډي سیال سره هم لیدلي دي. د خبرو اصلي‌تمرکز به په بلاروس يا سپينه روسيه کې کړکېچ ته ورته پر حاکم حالت باندې وي. 

زموږ له آرشیف څخه: