امريکا خپل ۱۲ زره عسکر له آلمان څخه باسي
۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبهواشنګتن له آلمان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو پروګرام روښانه کړی دی. د آلمان د ايس وي آر تلويزيوني شبکې د چهارشنبې ورځي د رپوټ له مخي، په پام کې ده چې په آلمان کي د ميشتو ۳۵ زره امريکاي پوځيانو څخه يې شپږ زره او ۴۰۰ خپل هيواد ته ستانه شي.
سر بيره پر دې کابو پنځه زره او ۴۰۰ امريکاي پوځيان له آلمان څخه نورو اروپایي هيوادونو ته انتقاليږي. د امريکي جمهور رئيس په جون مياشت کي امر کړی وو چې په آلمان کي د امريکایي پوځيانو شمير دې ۲۵ زرو ته راټيټ شي.هغه ددې اقدام دليل د آلمان ناکافي نظامي بودجه بللې ده.
د شمالي انتلانتيک تړون (ناټو) غړو هيوادونو ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې به د خپل اقتصادي توليد دوه سلنه د دفاعي اقداماتو له پاره ورکړي. د ترمپ په اند آلمان په دې برخه کي کم کار کړی دی.
له برلين سره پرته له همغږۍ
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان دولت، له دې هيواد څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو په تړاو له واشنګتن سره خبري اترې کړي وې، خو د اخراج له جزياتو څخه يې معلومات نه درلودل. د آلمان پر دولت سربيره، ناټو او د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ځيني غړې هم د ترمپ له دغه اقدام سره مخالف دي.
د امريکا پارلمان په نظامي کمېسيون کي د جمهوري غوښتونکي ګوند ۲۲ غړو په يو پيغام کي دونالد ترمپ ته خبرداری ورکړی دی چې په آلمان کې د امريکايي پوځيانو د شمير کمښت د امريکي امنيت ته زيان رسوي.
د امريکا کنګره کولی شي له آلمان څخه د امريکايي عسکرو د اخراج د مخنيوي له پاره د نظامي بودجې له ځواک څخه کار واخلي او يا لږ تر لږه يې له ستونزو سره مخ کړي. د ديموکرات ګوند استازو هم د ترمپ د دغه پروگرام د مخنيوي له پاره د يوې طرحي خاکه چمتو کړې ده.