رپوټ: په افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زيات شوی
۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبهد افغانستان د بیا رغاونې د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د کال په دوهمه ربع کې تاوتریخوالی تر «تاریخي نورم» زيات دی. خو په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تر یوه توافق وروسته د طالبانو له خوا پر ناټو ځواکونو بریدونه نه دي شوي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیر په شان د افغانستان د شخړې په هکله مهم ارقام پټ ساتل کیږي. په تیره ربعه کې سیګار شکایت کړی وو چې په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت د خپلو مخالفینو د بریدونو په هکله ارقام نه خپروي. د دغو معلوماتو د نه خپریدو دلیل د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سیاسي مذاکراتو ترسره کیدل ښوول شوی وو. هغه مهال سیګار ویلي ول چې د معلوماتو خپرول وروستۍ وسیله وه چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله عوامو ته رپوټ ورکړل شي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په دې ترڅ کې د لوی اختر په ورځو کي لومړی طالبانو د اوربند اعلان وکړ او وروسته بيا افغان حکومت. له اوونیو راهیسې افغان حکومت او نړیوال لوبغاړي د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو له پاره هڅې کوي څو په دغه هیواد کې روان خونړي کړکیچ ته د پای ټکی کيښودل شي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ وویل چې د فبرورۍ میاشتې له پای څخه تر اوسه ۳۵۶۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او۶۷۸۱ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د روان میلادي کال په نیمایي کې تر ۱۲۰۰ زیات ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دي.
متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ. په دغه تړون کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د بندیانو تبادلې ته د اعتماد جوړونې د اقداماتو په سترګه کتل کیږي چې دغه څه باید بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. د دې په بدل کې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو ډاډ ورکړی دی. خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه وروستي رپوټ له مخې دغه ډله اوس هم له القاعدې شبکې سره تړاو لري.