ناټو طالبانو ته: که زور زياتی کم نه کړئ له افغانستانه نه وځو
۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبهد ناټو يا شمالي اتلانيتک تړون غړيو هيوادونو د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۴ نیټه) په يوه اعلاميه کې ويلي: «موږ به [د افغان ځواکونو] مشاورت ته دوام ورکړو او د سولي پروسې د ملاتړ په موخه به خپل پوځي حضور شرائطو ته په کتو سره تنظيم کړو.»
په اعلاميه کې زياته شوې ده: «موږ پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوو چې خپلي ژمني پر ځای کړي چې د سولې د بين الافغاني خبرو اترو پيلول او د دې تضمين پکې شامل دي چې ترهگر به هیڅکله هم بيا په افغان خاوره کې پټنځايونه ونه مومي.»
د ناټو له خوا همدا راز ويل شوي چې د زور زياتي روانه تازه لړۍ د منلو نه ده. د دې سازمان د تر ټولو مهمې سياسي کميټې له خوا په جاري کړل شوې دې اعلاميه کې زياته شوې: «د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه چې په ځانگړي توگه پر افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د طالبانو د بريدونو له وجې رامنځته شوې، هیڅ د منلو نه ده او د بې ثباتۍ باعث کيږي او د سولې په خبرو کې د اعتماد د فضا له منځه وړي.» زیاته شوې چې د دې هر څه مسئوليت د طالبانو پر غاړه دی.
تر اوسه يوازې د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې کابو ۱۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې په روزنيز ماموريت بوخت ول چې په هغه ۵۲۰۰ امريکايي عسکر هم شامل دي. پر دې سربیره تر ۳۰۰۰ زيات نور امريکايي عسکر هم موجود دي چې پر نورو سربیره په مستقيم ډول د ترهگرۍ ضد جگړه کې برخه اخلي.
اړونده موضوع:طالبانو ته په افغانستان کې د ناټو قوماندان: افغانان سوله غواړي
امريکا متحده ایالاتو له طالبانو سره ژمنه کړې چې د سولې پروسې د پېليدو په صورت کې به امريکايي او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي.