جاپان پر هيروشیما د اټوم بم حملې ۷۸مه کليزه ولمانځله
۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه مراسم په پيس ميموریل پارک کې جوړ شوي وو چې په ګډونوالو کې ېې له اټومي حملې څخه ژوندي پاتې شوي کسان او د هغوی اولادونه هم شامل ول. ګډونوالو پر ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقيقې، یعنې ټيک هغه شيبه چې اټومي بم استعمال شو، د یوې دقیقې له پاره سکوت وکړ. له نن څخه ۷۸ کاله مخکې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال په همدې ورځ او د سهار په همدې وخت، د امریکا متحده ایالاتو یوې بي-۲۹ ډوله الوتکې پر هيروشیما ښار یو اټومي بم وغورځاوه.
ورته نور ولولئ: د هیروشیما د اټومي برید ۷۷ کاله پوره شول
د هيروشیما ښاروال، کازومي ماتسویي، په خپله وینا کې د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اټومي ګواښ او ډارونې له تيوري څخه لاس واخلي.
هغه وویل: «د ټولې نړۍ رهبران باید دغه واقعیت پر وړاندې مبارزه وکړي چې نن ورځ یو شمیر مشخص پالیسي جوړونکي اټومي ګواښونه کوي چې دا د حماقت ښکارندويي کوي.»
ماتسویي زياته کړه: «دا به زموږ له پاره ډېره زیاته مهمه وي چې د یوې سوليزې نړۍ او د فردي امنیت او حیثیت په خطر کې اچولو د مخنيوي په خاطر پاليسي جوړونکي وهڅوو چې د اټومي ګواښ او ډارونې له تیورۍ څخه لاس په سر شي.»
ورته نور ولولئ: جاپان د هیروشیما د اتومي برید کلیزه لمانځي
امريکا په ۱۹۴۵ کې پر جاپان اټومي بم استعمال کړ چې د څو ثانیو په جریان کې ېې په لسونو زره ځايي اوسیدونکي ووژل شول او له کبله ېې د کال تر پایه پورې هم شاوخوا ۱۴۰زره انسانان مړه شول.
امريکا تر دغې حملې درې ورځې وروسته دوهم اټومي بم د جاپان د کيوشو جزېرې په ناګاساکي کې وغورځاوه. د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۱۵مه، جاپان د متحدینو قواوو له خوا محاصره شو او دې سره دوهمه نړېواله جګړه پای ته ورسېده.
(dpa)mks/mns
د اټومي وسلو پر موضوع یو انځوریز البوم: