1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

د هیروشیما د اټومي برید ۷۷ کاله پوره شول

۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش نن د هیروشیما د سولې په پارک کې د دغې پيښې د یادګار په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل چې اټومي وسلې یو بی معنا شی دی چې له مرګ او ویجاړۍ پرته بل هیڅ څه ترې نه ترلاسه کیږي.

https://p.dw.com/p/4FDJx
Japan Hiroshima-Jahrestag | UN-Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: Kenzaburo Fukuhara/Kyodo News/AP Photo/picture alliance

د جاپان په هیروشیما ښار د امریکا د اټومي برید ۷۷ کاله پوره شول. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش نن د هیروشیما د سولې په پارک کې د دغې پيښې د یادګار په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل چې اټومي وسلې یو بی معنا شی دی چې له مرګ او ویجاړۍ پرته بل هیڅ څه ترې نه ترلاسه کیږي.

امریکا د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶ نیټه د چاپان پر هیروشیما ښار لومړنی اټومي بم غورځولی و چې په پایله کې يي ۱۴۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. دری ورځې وروسته یې دویم اټومي بم پر ناګاساکي ښار ور وغورځوه، چې ۱۷ زره نور کسان یي ووژل.