1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تقلبي شرابو په ایران کې تر ۳۰۰ ډیر انسانان وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

په ایران کې داسې آوازې دي چې د الکهولو څښل د کرونا پر ویروس د اخته کسانو روغتیا ته ګټه رسوي او پر کووید-۱۹ ناروغۍ د اخته کیدو مخه نیسي، نو له همدې کبله له الکهولو څخه د استفاده کونکو شمیر زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/3bhxG
Iran KW52 Alkohol Schmuggeln
انځور: IRNA/M. Bakhshandeh

د ایران په فارس ولایت کې د صنعتي شرابو د څښلو په نتیجه کې ۱۰۱ او پلازمېنې تهران کې بیا ۲۰۶ تنو له دې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې توګه تهران په دغه هیواد کې د الکهول د مصرف له امله د مړه کیدونکو کسانو تر ټولو لوړ رقم لري.

د فارس ولایت د اضطراري څانګي مشر محمد جواد مرادیان اعلان کړی دی چې په فارس کې د صنعتي الکهولو د استفادې په پایله کې ۱۰۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تهران بیا له ۲۰۶ تنو مړو سره په دې برخه کې د الکهولو د مصرفونکو د مړينې تر ټولو لوړ رقم لري.

مرادیان د یکشنبې په ورځ (د می میاشتې ۳ نیټه) د «مهر» خبري آژانس ته وویل تر اوسه پورې ۸۶۶ تنو د الکهولو د مسمومیت له امله روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۷۶۵ یې تر درملنې لاندې دي او ۱۰۱ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه سیمه ایز چارواکي په حواله دغه کسان چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او یو شمیر نور مسمومه ناروغان بیا د ځانګړي مراقبت په څانګه کې بستر دي.

اړوند مطب: تقلبي شرابو په ایران کې تر ۳۰۰ ډیر انسانان وژلي
مرادیان خبرداری ورکړی دی چې د میتانول الکهول یا هغه القلي چې په ضد عفوني محلولونو کې ترې استفاده کیږي، ډیر زهرجن او پر پښتورګو او ځیګر ډیرې خطرناکې اغیزې کوي.

ولی د صنعتي الکهولو استفاده ډیره شوې ده؟
په ایران کې داسې اوازې دي چې د الکهولو څښل د کرونا پر ویروس د اخته کسانو روغتیا ته ګټه رسوي او پر کووید-۱۹ ناروغۍ د اخته کیدو مخه نیسي، نو له همدې کبله له الکهولو څخه د استفاده کونکو شمیر زیات شوی دی.
په ایران کې د کرونا ویروس د خپریدو د پيښو له زیاتیدو سره په دغه هیواد کې د تقلبي یا صنعتي شرابو د څښلو له امله د مسمومیدونکو شمیر هم ورځ تر بلې زیاتیږي.
تهران د مړو لوړ شمیر لري
د ایران د قانوني روغتیایي سازمان د څیړنیز مرکز د علمي هیئت غړي کامبیز سلطاني نژاد هم اعلان کړی دی چې په تهران کې یوازې په تیرو دوه نیمو میاشتو کې ۷۹۶ تنه د میتانول د څښلو په پایله کې د مسمومیت له امله مړه شوي دي.
سلطاني نژاد ویلي دي چې د مسمومیت تر ټولو لویې ډله ایزې پيښې، په ځینو ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپریدو له بحران سره هم مهاله لیدل شوي دي.
د میتانول د مسمومیت له امله د ۷۹۶ تنو مړينه
د سلطاني نژاد په خبره د تیر کال له مارچ میاشتې نیولې بیا د روان کال تر می میاشتې پورې په زماني واټن کې، د میتانول الکهولو د استفادې په نتیجه کې د تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو د مړينې پيښې په رسمي ډول ثبت شوي دي.
روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د تقلبي شرابو څښلو په پایله کې د مړو شمیر په ځينو ښارونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو تر شمیر لوړ شوی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص