ترکیه: د المان د سفارت د وکیل نیولو په سبب ترینگلتیا
۱۳۹۸ آذر ۲, شنبهد جي شل غونډي د خارجه وزیرانو په څنډه کي د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماس د خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره ولیدل. په دې ترڅ کي د جرمني د سفارت د یوه وکیل د بندي کیدو په باب خبري سوي دي. تر دغي لیدني وروسته ماس وویل، «ما یو وار بیا هغه ته وویل، چي موږ د دې کار سره هیڅ تفاهم نه لرو.» په خبره یې دا داسي یوه قضیه ده، لکه د نورو ډیرو کسانو بندي کیدل، چي «غیر قابل درک او د منلو وړ» نه دي.
چاوش اوغلو په خپل وار هایکو ماس ته ویلي چي دغه قضیه به په ترکي قضأ کي وڅيړل سي او د هغه په خبره »موږ غواړو د جرمني سره په ډیالوگ کي پاته سو«.
د ترکیې پولیسو د همدې کال د سپټامبر میاشتي په نیمايي کي دغه وکیل بندي کړی ؤ. اوس د دې شک موجود دی چي ده به د هغو ترکانو په باب چي په جرمني کي یې سیاسي پناه ورکړې ده، حساس ارقام له ځانه سره درلودل. دغه ارقام او اعداد کیدلای سي، اوس د ترکي چارواکو لاسونو ته ولویږي.
۶۰ جرمنيان په ترکي محبسونو کي دي
ماس غواړي د نوي قضیې څخه په استفادې سره په ترکیه کي د نورو الماني اتباعو د بندي کیدو په باب هم، کوم چی مثلأ د نورو ترڅنگ په ترهگري اعمالو باندي تورن دي، خبري وکړي. په خبره یې «موږ غواړو چي دغه ټولي قضیې حل سي. او تر هغه وخته پوري چي داسي نه وي سوي، هغه به د دواړو هیوادونو د روابطو د عادي کیدو په لار کي همیشه یو خنډ پاته سي.»
د جرمني د خارجه وزارت په حواله په ترکیه کي اوس ۶۰ الماني اتباع بندیان دي. پر ۵۵ نورو باندي د ترکیې څخه د وتلو بندیز لگیدلی دی. خو وزارت دا ونه ویل، چي د هغو څو قضیې یې سیاسي جنبه لري.
په جاپان کي د مهمو اقتصادي قدرتونو د خارجه وزیرانو د جي شل غونډه د پرون ماښام (د نومبر میاشتي ۲۲ مه نیټه) په ډوډۍ سره پیل سوه. د هغه په رسمي اجنډا کي د افریقا سیاست، ازاد تجارت او د ۲۰۳۰ م کال له پاره د ملگرو ملتونو د دوام او ثبات اهداف شامل دي. د یوې وروستۍ اعلامیې صادریدل نه دي پلان سوي. دا هم په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزیر، مایک پوپمویې یوازي خپل معيين ورلیږلی او د فرانسې او بریتانیې خارجه وزیران هم نه دي ورغلي.
په دې سره به د جاپان له پاره د جي شل سرمشریزي ریاست هم پای ته ورسیږي او د همدې کال د ډسمبر میاشتي پر اوله به یې سعودي عربستان پرغاړه واخلي.