د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د بلخ ولایت له پاره نوی والي معرفي شو
د بلخ له پاره نوی والي د پارلمان غړي اسحاق رهګذر د نور ځای ناستی ټاکل شوی دی. تر میاشتو جنجالونو وروسته عطا محمد نور، چې تر دې مخکې یې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د خپلې دندې له پریښودو انکار کاوه، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ارګ له خوا یې د شرایطو تر منل کیدو وروسته، د خپل مقام د پریښودو پریکړه کړې ده.
د آلمانۍ نجلۍ قاتل په عمري بند محکوم شو
د پنجشنبې په ورځ یعنې د (۲۰۱۸م کال د مارچ ۲۲) د فرایبورګ لوړې محکمې د یوې آلمانۍ د قتل په تور تورن حسین ک. په عمري بند محکوم کړ. حسین ک. اعتراف کړی وو چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې یې په فرایبورګ کې د شپې یوه ۱۹ کلنه محصله ماریا ال. د بې هوښۍ تر سرحده پورې خفه کړې او تر جنسي تیري وروسته يې د دریزم په سیند کې غرقه کړې وه.
د فرانسې پخوانی ولسمشر پر مالي فساد تورن کړل شوی
د فرانسې پر پخوانی ولسمشر تور دی چې د ۲۰۰۷م کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې میلیونونه یورو د لیبیا له پخواني واکمن قذافي څخه ترلاسه کړي. د فرانسې قضایه قوې اوس په رسمي توګه د پخواني ولسمشر سرکوزي له لوري له قذافي څخه د ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کولو په موخه څیړنې پیل کړي. سرکوزي دغه ټاکنې ګټلې وې. ۶۳ کلن سرکوزي بیا د فرانسې د قضايي قوې له لورې پر هغه باندې لګول شوي تورونه رد کړي.
ترکیې د انګلا میرکل څرګندونې رد کړي
ترکیې د انګلامیرکل هغه انتقاد چې ویلې یې ول د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي برید د پښیمانۍ وړ او د نه منلو دی، رد کړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د آلمان د صدارعظمې څرګندونې د ناسمو معلوماتو پر اساس شوي او له واقعیت څخه لیرې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې راغلي چې د تعجب وړ خبره ده چې یو له متحدینو څخه مو وضعیت ته د «ترهګرو له سترګي ګوري.»
۴۴ افریقايي هیوادونو د آزادې سوداګرۍ معاهده لاسلیک کړه
د روانډا په پلازمینه کیګالي ښار کې د ۴۴ افریقايي هیوادونو مشرانو په دې لویه وچه کې د آزادې سوداګرۍ په هکله معاهده لاسلیک کړه. د دې معاهدې په لاسلیک کولو سره، د نړۍ په کچه به د آزادې سوداګرۍ تر ټولو پراخه سیمه رامنځ ته شي. د دې سوداګریزې معاهدې مهم لاسلیک کوونکي هیوادونه کینیا، مراکش، مصر او الجزایر دي. دوو مهمو افریقايي هیوادونو یعنې نایجریا او جنوبي افریقا د دې معاهدې له لاسلیک کولو ډډه کړې.
څیړنه: په نړۍ کې د دیموکراسۍ وضعیت خراب شوی
یوې څیړنې ښوولې ده چې د نړۍ په پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې د ديموکراسي او اقتصادي وضعیت خراب شوی. برتلسمن بنسټ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه له مخکې لا ډیر د کنټرول میکانیزمونه لیرې کوي څو خپل ځواک او واک وساتي. په دې رپوټ کې همدا راز راغلي چې په ټوله نړۍ کې د ټولنیز نامسوات، فساد او د مدیریت د نه شتون پر ضد لاریونونه او تظاهرات تر پخوا ډیر شوي دي.