ایران: الکولي مشروباتو ۱۴ کسان مړه او ۹۰ نور روغتون ته رسولي
۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبهد ايران دولتي خبري آژانس، ایرنا، د جمعې په ورځ ناوخته رپوټ ورکړ چې دغه افراد پلازمينې تهران ته نژدې د الکولو تر استعمال وروسته، چې د مسمومیت علايم هم په کې موجود دي، په يوه لنډه زماني موده کې مړه او يا په روغتون کې بستر کړل شوي دي.
ورته نور ولولۍ: تقلبي شرابو په ایران کې تر ۳۰۰ ډیر انسانان وژلي
خبرځای زیاتوي چې په سملاسي توګه د پېښو لامل او دا چې له څه سره تړاو لري، روښانه نه دی. په ایران کې د الکولو استعمال په یو لړ مواردو کې ممنوع دی او سختې جزاوې ورته ټاکل شوې دي. خو له دې سره سره، په دغه هیواد کې د الکولو استفاده ليدل کیږي او په تور بازار کې ېې عرضه او حتی توليد هم موجود دی.
ورته نور ولولئ: جعلي شرابو په ایران کې ۷۹ تنه وژلي
په ځانګړې توګه په کورونو کې جوړيدونکو شرابو کې تر ډېره میتانول ډوله الکول ګډوي چې د جوړولو یا تقطیر پروسه ېې په ښه شکل سره صورت نه نيسي. د يادې سمي مادې ډېر مقدار استعمال کېدای شي د مصرفونکي د ړندېدو او حتی د مرګ سبب وګرځي.
(dpa)/mks/mns
دلته د روغتيا پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم کتلی شئ: