1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقلیمي بدلون سره د مبارزې له پاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو مرسته

زمزمه نیازۍ │ فرانس پریس او دویچه وله
۱۴۰۳ آذر ۴, یکشنبه

د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د لا زیاتو مرستو د ورکړې په ژمنې سره پای ته ورسید.ملګرو ملتونو،امریکا او جرمني یې هرکلی کړی.

https://p.dw.com/p/4nMc8
د یو شمیر هویادونو مشران له مرستو خوښ نه و.
د باکو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د نړۍ یو شمېر مشرانو ګډون کړی وانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس د یکشنبې په ورځ د (نومبر په ۲۴ مه) د ۳۰۰ میلیارد ډالرو اقلیمي مرستو د تصویب په توافق سره سره پای ته ورسید.

د دغه تړون له مخې شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره هر کال لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالره له مخ پر ودې هیوادونو سره مرسته کوي.

همدارنګه تر ۲۰۳۵ کال پورې به لږ تر لږه ۱.۳ ټریلیون ډالره د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي چې له دې جملې څخه ۳۰۰ میلیارده ډالره به په عمده توګه د صنعتي هېوادونو له خوا ورکړل شي.

دا پیسې له مخ پر ودې هیوادونو د ملاتړ او دغه راز د ځمکې د ګرمیدو د بدو پایلو، وچکالۍ، طوفانونو او سیلابونو د مخنیوي په برخه کې لګول کیږي.

له سوځوونکې ګرمۍ څرنګه ځان ژغورلی شو؟

یو شمېر مخ پر ودې هېوادونو له دغه تړون څخه ناخوښي څرګنده کړه. د نایجریا استازي د صنعتي هیوادونو لخوا وړاندیز شوې ۳۰۰ میلیارد ډالري مرستې «یو ټوکه» او «توهین» بللی دی. د هند استازي ویلي چې دا پرېکړه کافي نه ده او هېواد یې نه شي منلی.

د افريقايي هېوادونو استازو هم پر دغه تړون سختې نيوکې وکړې. د افریقا د مذاکرې د ټیم مشر علي محمد وویل: «دا توافق زموږ د لویې وچې لپاره ډیر لږ او ناوخته دی او موږ د افریقا لپاره مهم مسایلو کې د پرمختګ نشتوالي له امله ډیر ناهیلي یوو.»

د باکود اقلیمي توافق په اړه نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د دغې هوکړې د ستاینې پرمهال، ټینګار وکړ چې شوې ژمنې باید پلي شي او ژر تر ژره «نغدو پیسو ته واړول شي.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د دغه تړون ستاینه وکړه او دا یې د اقلیمي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام وباله. هغه وويل: «موږ لا هم د اقليمي موخو د تر لاسه کولو لپاره ډېر کار ته اړتيا لرو، خو په باکو کې دا اقليمي تړون مخ پر وړاندې يو مهم ګام دی.»

بایډن هیله څرګنده کړه چې متحده ایالات به د اقلیم اهدافو ته د رسیدو لپاره دوامداره هڅو ته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس په سختو سیاسي شرایطو کې پای ته ورسېد. د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه لري چې د اقلیم د بدلون په برخه کې د بایډن ادارې ځینې کړنې لغوه کړي، چې دا کار به د نړیوالو اندیښنو لامل شي خو، بایډن ټینګار کړی چې د پاکې انرژۍ پرمختګ نه بدلیدونکی دی. هغه وويل: «که څه هم ځينې هڅه کوي چې د پاکې انرژۍ انقلاب رد کړي او يا يې وځنډوي، خوهيڅوک يې مخه نه شي نيولی.»

آلمان په باکو کې د اقلیم د هوکړې هرکلی کړی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې د باکود اقلیم تړون یو «د پیل مهم ټکی» وباله او له دغه تړونه یې دفاع وکړه. انالینا بیربوک، چې د آلمان له زرغون ګوند څخه ده، د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د لا زیاتو مالي مرستو په اړه د نړیوال اقلیمي کنفرانس د پریکړې دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې که څه هم اوسني اقدامات کافي ندي، خو «پریکنده ګام» ګڼل کیږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل آلمان خپلو مرستو ته ژمن دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و.انځور: Murad Sezer/REUTERS

د یکشنبې په سهار، (د نوامبر په۲۴) بیربوک په باکو کې وویل: «د نن ورځې پریکړې یوازې د ټولو اړتیاو ځواب نه ورکوي، خو دا د پیل ټکی دی.»

بیربوک ډاډ ورکړ چې آلمان به خپل مکلفیتونه پوره کړي. هغې په ​​ورته وخت کې هغو هېوادونو ته چې همکاري نه کوي خبرداری ورکړ او ويې ويل: «هغه کسان چې دلته د پرمختګ د مخنيوي او د ملګرو ملتونو د څو اړخيز نظام د کمزوري کولو لپاره راغلي، ناکام شوي خو هغه څوک چې په غوره نړۍ باور لري بریالي شوي دي.»

بل لوري ته نادولتي سازمانونو لکه «اکسفام» د اقلیمي تغیراتو سره د مبارزې په برخه کې پلان شوې مرستې کافي نه بولي. د دغه سازمان یوه کارپوه خبرداری ورکړ: «دا ملاتړ د اقلیم کړکیچ سره د مبارزې په برخه کې د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو مخ په زیاتیدونکي اړتیاوې نه پوره کوي.»

د باکو د اقلیم د موافقې منتقدین وايي، د« ډېرو مالي ژمنو» او «سترو ژمنو» سره، د باکو کنفرانس پریکړه یو «جوړجاړی» ښکاري.د باکو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د نړۍ یو شمېر مشرانو ګډون کړی و، خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې غونډه کې ګډون نه درلود.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.