1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داقلیم بدلون په نتیجه کي دڅه دپاسه نیم میلیون انسانانو مړینه

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د چاپیریال ساتني په هکله یونوی څېړنیز رپوټ ښيي چي په تیرو دوو لسیزو کي په نړۍ کي تر نیم میلیون اضافه انسانان داقلیم د بدلون په نتیجه کي مړه سوي دی.دغه رپوټ د نړۍ د تودښت د کنټرول له پاره پریوه نړیوال میکانیزم ټینګار کوي.

https://p.dw.com/p/4mS59
په سومالیا کی تر سختو بارانونو وروسته سیلابونه
نوو څېړنو همدارنگه ښودلې ده چي د اقلیمي بدلون په نتیجه کي د تلفاتو ارقام په بې وزلو هیوادونو کي ډیر لوړ دي. انځور: Feisal Omar/REUTERS

مخکی له دې چی دوې اونۍ دمخه د نړۍ رهبران د ملگرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلون په کنفرانس کی سره راټول سي، د اقلیم د وروستیو لسو ناورینونو په هکله د نړیوال اقلیم د تخصیص (World Weather Attribution) ډلې رپوټ خپور سوی دی. دغه رپوټ ښيي چي په تیرو دوو لسیزو کي له فوسیلي سونګ موادو څخه د استفادې په نتیجه کي اقلیمي بدلون تر پخوا زیات ویجاړوونکی سوی دی.

د نوموړي رپوټ له مخي، له ۲۰۰۴ م کال راهیسي په نړۍ کي څه د پاسه ۵۷۰ زره انسانانو د اقلیمي بدلون په نتیجه کي ۱۰ مرگونو پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لندن د امپریال کالج پوهنتون استاد، او د نړیوال اقلیم د تخصیص د ډلې بڼسټ ایښودونکی فردریک اوتو، چي د دغه رپوټ په جوړولو کي یې همکاري کړې ده، نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته په دې هکله ویلي دي: «په اوس وخت کي ډېر انسانان دا درک کوي چي اقلیمي بدلونونو ژوند لا پسې خطرناک کړی دی.»

هغه ټینگار کړی دی چي د دې وخت رارسېدلی دی، هغه پوهه چي تر اوسه پوري کارپوهانو راټوله کړې ده، په پراخه پیمانه عملي سي.

په داسي حال کي چي تل د مځکې د تودښت  په هکله بحثونه کیږي، همدارنگه له فوسیلي  موادو څخه استفاده دوام لري، خو بیا هم ۲۰۲۳ م کال د گلخانه يي گازونو د د ریکارډ انتشار له امله د مځکې د کُرې تر ټولو گرم کال ثبت سو.

د اقلیمي بدلون د قربانیانو شمیرې

نوو څېړنو همدارنگه ښودلې ده چي داقلیمي بدلون  په نتیجه کي د تلفاتو ارقام په بې وزلو هیوادونو کي تر دې هم لوړ دي. په دغه څېړنه کي د «نړیوال ناورین د معلوماتو بانک» د ارقامو په کارولو سره  ۱۰ اقلیمي ناورینونه راغلي دي چي پکښي درې طوفانونه، د سختي گرمۍ څلور څپې، دوه سیلابونه او یوه وچکالي شاملیږي.

دغې څېړنې ښودلې ده، چي کیدای سي د هغو په میلیونو انسانانو نومونه هم د اقلیمي بدلونونو د قربانیانو په نوملړ کي په بالقوه ډول اضافه کړو چي ښايي د سختې گرمۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی وي او نومونه یې په هیځای کي ثبت سوي نه وي.

د اروپايي ټولني د ارقامو بانک پر اساس، په ۲۰۱۵، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ م کال کي د گرمۍ څپو ددغه بلاک د هیوادونو په خلکو کي د مړیني څه د پاسه ۸۴ زره پیښې رامنځته کړي دي. دا په داسي حال کي ده چي په وروسته پاته هیوادونو کي وضعیت تر دې هم خطرناک دی.

د ۲۰۱۱ م کال په وچکالۍ کي په سومالیا  کي د مړیني ۲۵۸ زره پیښې ثبت سوې. په میانمار کي د  "نرگس" طوفان په  ۲۰۰۸ م کال کي هم د ۱۳۸ زره انسانانو ژوند  واخیست.

د مځکې کُرې د تر ټولو گرم کال د سناریو تکرار

د نړیوال اقلیم د تخصیص ډلې له ۲۰ کلنو څېړنو او د اقلیمي بدلون په هکله د څه د پاسه ۵۰۰ رپوټونو له خپرولو وروسته وړاندوینه کړې ده چي د اوسني وضعیت دوام ته په پام کي نیولو سره به د مځکې د کُرې د تر ټولو گرم کال د تجربې تکرار دوه برابره سي.

«د ۲۰۲۴ کال کاپ»

ویل کیږي چي د ۲۰۲۴ کال له پاره د  "کاپ" په نوم د ملگرو ملتونو سازمان داقلیمي بدلون  کنفرانس به د نوومبر له ۱۱ می څخه تر ۲۲ مې پوري د آذرباییجان په پایتخت باکو کي جوړ سي. 

په پام کي ده چي د نوموړي کنفرانس گډون کوونکي له فوسیلي  سوند توکو څخه د استفادې د راتلونکي په هکله د مځکې د تودښت یو له اصلي دلیل په توگه، د نظر تبادله وکړي او د حل لاري په هکله یې فکر وکړي.

GP/NZ/AG