1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې د په سونو پوځيانو د نيولو امر کړی

۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبه

د ترکیې حکومت د ۳۰۴ پوځيانو د نيولو امر کړی دی. پر دغو کسانو په ناکامه کودتا کې له تورنې ډلې سره د اړيکو لرلو شک کیږي. په دې تور په زرونو نور کسان هم بنديان دي.

https://p.dw.com/p/3mSSV
Türkei Soldaten
انځور: picture-alliance/AA

د ترکیې يوې حکومت پلوه رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې حکومت د سه شنبې په ورځ (د دسمبر ۸ مه نيټه) د پوځ د هغو ۳۰۴ غړيو د نیولو امر کړی چې د فتح الله ګولين له ډلې سره د اړیکو لرلو شک پرې کیږي. فتح الله ګولين چې ډله یې په ۲۰۱۶م کال کې د کودتا په هڅه تورنه ده، په امريکا کې ميشت دی.

د ترکیې حکومت ادعا کوي چې د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کې د کودتا د هڅې تر شا د ګولين لاس وو خو نوموړی دغه تور ردوي. د کودتا د دې هڅې په ترڅ کې ۲۸۵ کسان ووژل شول.

انادولو خبري آژانس ويلي دي چې د لويديځ ښار ازمير د څارنوالانو په مشرتوب د پوځیانو د نيولو عمليات ۵۰ نورو ایالتونو ته هم غځيدلي دي. ويل شوي دي چې د پوځ او هوايي ځواک د شکمنو غړيو پر ضد پلټنې رواني دي چې پنځه ډګروالان او لس جګړنان پکې شامل دي.

ياد خبري آژنس ویلي دي چې پوليسو د سه شنبې په ورځ په ټول هيواد کې د چاپو په ترڅ کې ۱۹۸ کسان چې عسکر هم پکې شامل دي، نيولي دي.

نه ختميدونکي عمليات

له ۲۰۱۶م کال راهيسې په لسونو زره کسان د ګولين غورځنګ سره د تړاو په شک نيول شوي او زنداني شوي دي. پر دې سربيره تر ۱۰۰ زور ډېر دولتي کارونکي چې ښوونکي او پوليس هم پکې دي، له ګولين سره د تړاو په شک له دندې ګوښه شوي او يا یې دندې ځنډول شوي دي.

د ترکیې د حکومت منتقدين وايي چې د دې عملياتو موخه داده چې په هيواد کې هر ډول مخالفت سرکوبه کړل شي. خو ترکي چارواکي بيا وايي چې دوی يوازې په دولتي ادارو کې د ګولين د نفوذ د ختمولو هڅه کوي.

 

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP,AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب