په ترکیه کي د شکمنو کسان د نیولو تازه څپه
۱۳۹۸ تیر ۱۱, سهشنبهپه استانبول، ایزمیر او قونیه کې څارنوالۍ د ۱۳۷ کسانو د نیولو امر کړی دی، چې ویل کیږي د اسلامپاله موعظ فتح الله ګولن، له منع شوي غورځنګ سره تړاو لري. دغه خبر د ترکیې دولتي خبري آژانس آناتولو ورکړی دی. انقره پر دغه غورځنګ تور پورې کوي چې په دولتي خدماتو کې یې نفوذ کړی او د کودتا د هڅې تر شا لاس لري.
د آناتولو خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکیې په لویدیځ ایزمیر او همداشان په مرکزي سیمه قونیه کې د ۴۰ عسکرو لټون کیده چې یوه برخه یې په تیر وخت کې له دندو ګوښه شوې دي. د استانبول څارنوالۍ په حواله هم د ۴۰ عسکرو لټون کیږي. زیاته شوې ده چې د سیمې په وخت تر ماسپښين دمخه ۶۱ کسان نیول شوي دي چې لټون یې کیده.
هره اوونۍ د نویو کسانو نیول کیدل
د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته اوس هم هره اوونۍ د ګولن د غورځنګ شکمن کسان نیول کیږي. تیره میاشت په ځانګړې توګه له پوځ سره تړاو لرونکي کسان نیول شوي، چې پرې شک کیږي چې د ګولن غورځنګ له پخوانیو کدرونو سره یې تیلفوني اړیکې لرلې. منتقدین د نیولو دغه لړۍ خپلسري بولي او خبرداری ورکوي چې د شکمنو کسانو حقونو ته درناوی نه کیږي.
sr/ms (afp, rtre)