1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبانو په بدخشان کې ۳۱ د کوکنارو کروندګر نیولي

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱۱, یکشنبه

طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې ۳۱ کروندګر په دې تور چې په خپلو ځمکو کې ېې کوکنار کرلي، نيولي دي. طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ممنوع کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ncBg
	
Myanmar überholt Afghanistan in der Opium-Produktion
انځور: Ye Aung THU/AFP

د آلمان خبري آژانس په حواله، په بدخشان کې یو طالب چارواکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۳۰مه) وویل چې پولیسو ۳۱ تورن کروندګر نیولي دي. دغه نيونې د طالبانو د کوکنارو د کرکېلې د ممنوعیت او پر وړاندې ېې د مبارزې په لړ کې نیول شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو یو افسر وويل چې نيول شوي تورن کسان د بدخشان د درو ولسواليو د مختلفو کلیو اوسېدونکي دي چې د لا ډېرو پوښتنو ګروېږنو له پاره د بدخشان ولایت محکمې ته سپارل شوي دي.

د طالبانو رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده، په ۲۰۲۲م کال کې د یو فرمان په صادرولو د ټولو مخدره موادو کرکېله، قاچاق او فروشات ممنوع کړل. د طالبانو له دغه اقدام سره په افغانستان کې د اپینو د توليد کچه د پام وړ راښکته کړ.

ملګرو د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې وويل چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې، خو دغه سازمان په وروستیو کې ويلي چې د کوکنارو کرکېله، په ځانګړې توګه په شمال ختيځو ولایتونو کې یو ځل بيا يو څه پيل شوې ده.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل پر مهال دغه هېواد د نړۍ په سطحه د اپینو تر ټولو لوی تولیدونکی وو چې د ټولې نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اپین ېې اکمالول.

 (dpa)mks/aa/

د دویچه ویله خبریال محمد کریم صالح
محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال@MKarimSALEH