1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان کې سړې هوا درې ماشومان مړه کړي

۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبه

په بدخشان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سړې هوا له کبله درې ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو عمرونه درې تر ۱۲ کلونو پورې ښوول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nbLc
آرشیف - په افغانستان په یوه کلیوالي سیمه کې واورین موسم
آرشیف - د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې طالب چارواکو ويلي چې واورې او سړې هوا د درو ماشومانو ژوند اخیستی دیانځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

په بدخشان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په راغستان ولایت کې د سړې هوا له کبله دریو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالب چارواکو په خبره دغه ماشومان د دې ولسوالۍ له یوه کلي څخه بل کلي ته پر لاره ول او د لارې په مسیر کې یې د ډیرې سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې هکله چې ایا له دوی سره د کورنۍ نور غړي هم موجود ول که نه، لا جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکو، ویلي چې دغه پیښه د جمعې ورځې په ماښام د راغستان ولسوالۍ په نوآباد کلي کې رامنځ ته شوې ده. د ځايي چارواکو په خبره، ماشومانو د شدیدې واورې د ورښت او ډیرې یخنۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان په شمال کې پروت بدخشان ولایت یو غرنیز ولایت دی چې د تګ راتګ لارې یې هم سختې دي. په دغه ولایت کې تر ډیره د ژمي په موسم کې د درنو واورو، ځمکې ښویدونې او سیلابونو راپورونه ورکول کیږي.

د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو د ورښت په هکله خبرداری ورکړی وو. د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي په موسم کې درنه واوره وریږي، چې له کبله یې ګڼ شمیر کلیو او ولسوالیو ته نښلیدونکې لارې د تګ راتګ پرمخ تړل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل