1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبيرگ: په افغانستان کي د بريا تضمين نسته

۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د ماموريت، بيولوژيکي وسلو، امريکا د راتلونکي حکومت او د ناټو د راتلونکو پلانونو په اړه د ناټو له مشر، ستولتنبيرگ سره مرکه.

https://p.dw.com/p/3nMwZ
Belgien Brüssel NATO Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir

د ناټو مشر ينس ستولتنبيرگ د آلمان خبري آژانس د هغي پوښتني په جواب کي چي ايا ناټو د کوويد ۱۹ پاندیمۍ ته ورته بيولوژيکي وسلو سره د مبارزې وړتيا لري؟ ويلي دي چي پر دې بشپړ علمي توافق سته چي کوويد ۱۹ طبيعي منبع لري او دا جوړ سوی ويروس نه دی.

هغه زياته کړې ده چي ناټو په بشپړه توګه ځانګړي قواوي او امکانات لري چي له ممکنه بيولوژيکي وسلو سره مبارزه وکولای سي. «که څه هم چي کيمياوي او بيولوژيکي وسلې په نړيواله توګه منع دي، خو ناټو چمتووالی ورته لري».

د دې پوښتني په جواب کي چي که د ناټو پر غړو هيوادونو باندي د بيولوژيکي يا کيمياوي وسلو بريد وسي، نو جواب به يې څه وي؟ ستولتنبيرګ ويلي دي: «له ټولو مخکي ناټو هيڅ ډول ممنوعه وسلې نه لري.» د هغه په وينا د کيمياوي او يا بيولوژيکي بريد په جواب کي به ناټو له هغو وسلو څخه کار واخلي چي ورسره دي. ناټو «په پراخه اندازه امکانات» لري.

ستولتنبيرګ د کوويد ۱۹ ضد واکسين په ترڅ کي ويلي دي چي د ناټو په ټولو غړو هيوادونو کي پوځ د دغه واکسين په پروژه کي مهمه ونډه لري. د هغه په وينا نه يوازي عسکري قشلې د واکسيناسيون پروسې له پاره کارول کيږي، بلکي په ترانسپورت او نورو ساحو کي هم پوځ مرسته کوي. د هغه په وينا ناټو د اړتيا په صورت کي په دې پروسه کي نوره مرسته هم کولای سي.

د ناټو عمومي مشر په دغه تړون کي د امريکا متحده ايالاتو او په زياته په تيرو څلورو کلونو کي د دونالد ترمپ پر رول هم خبري کړي دي. نوموړي ويلي دي چي په تيرو کلونو کي غړو هيوادونو د امريکا غوښتني ته په جواب خپلي نظامي بوديجې زیاتي کړي دي. خو هغه ويلي دي چي دا پروسه د بارک اوباما له دورې څخه پېل سوې او دونالد ترمپ بيا په بل انداز موضوع مطرح کوله خو دريځ يې د پخواني حکومتونو په شان وو.

په افغانستان کي د بريا تضمين نسته

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د ماموريت په تړاو پوښتني ته چي که ناټو له ژمني سره سم تر اپريل مياشتي پوري له افغانستانه خپل عسکر و نه باسي، نو طالبان به بېرته پر بهرنيو عسکرو بريدونه پېل کړي؟ ستولتنبيرگ ويلي دي چي که ناټو هره پرېکړه هم وکړي، د طالبانو له لوري به پر بهرنيو عسکرو د بريد ګواښ موجود وي.

د هغه په وينا که ناټو له افغانستان څخه عسکر وباسي، د دې خطر به وي چي هلته د ترهګرۍ ضد تيري لاسته راوړني له خاورو سره خاوري سي. هغه زياته کړې ده که ناټو پاته سي نو ښايي تاوتريخوالی او جګړه نوره هم شديده او اوږده سي او په نتيجه کي يې ناټو د لا اوږدې مودې له پاره په افغانستان کي پاتيدو ته مجبوره سي.

د ناټو مشر، ينس ستولتنبيرګ زياته کړې ده: «د سولې پروسه ډېره نازکه/حساسه ده. د بريا هيڅ تضمين نسته. خو په دوحه کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبري اتري د سولې پر لور يوازنۍ لاره ده چي ناټو يې په قوي توګه ملاتړ کوي.»

د ستولتنبېرګ په وينا د افغانستان په تړاو به د امريکا د نوي ولسمشر جو بايدن له ادارې سره په فبرورۍ مياشت کي خبري وسي او بيا به پريکړي وکړي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب