ناټو له افغانستانه د وتلو په اړه بحث کوي
۱۳۹۹ آذر ۱۱, سهشنبهد ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په دغه ويډيويي کنفرانس کي له طالبانو سره د سولي خبري و ارزوي.
د آلمان خبري آژانس په دې اړه راپور کي ليکلي دي چي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو نتيجه کيدای سي تر می مياشتي پوري په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ماموريت پای ته ورسوي.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران پر دې سربيره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ژر وتلو په اړه هم بحث کوي. ترمپ اعلان کړی دی چي د جنوري مياشتي تر نيمايي پوري به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکښته کړي.
د دې کنفرانس بله موضوع په ناټو کي د اصلاحاتو ده. د کارپوهانو يوې ډلې د دغه تړون د سياسي پياوړتيا او د غړو ترمنځ د سلا مشورو د لا ښه کولو له پاره تر سلو زيات پيشهادونه وړاندي کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ به بیا وزيران له چين سره د سياست او توري بحرې د وضعيت په اړه بحث وکړي.