بغلان کې پر صوفیانو خونړی برید؛ مسوولیت یې داعش ومانه
۱۴۰۳ آذر ۴, یکشنبهپه کابل کې د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې دوی په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې ته ماتې ورکړې، خو دغه ترهګره ډله چې صوفیان او شیعه ګان مرتد بولي، په منظم ډول پر دغو لږکیو بریدونه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د جمعې په ورځ ( د نومبر ۲۲مه) فرانسې خبري آژانس ته وویل چې یوه وسله وال د نهرین ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې په یوه زیارت کې پر صوفيانو چې په «اوونیزو مراسمو» کې یې برخه اخیستې وه، ډزې وکړې چې له امله یې لس تنه ووژل شول.
د سيمې يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د دغه بريد قربانيان د پنجشنبې په ماښام د سيد پاشا اغا په زيارت کې راټول شوي وو. هغه وويل چې په دغه زيارت کې تر لسو زياتو صوفيانو هغه مهال صوفيانه ترانې پيل کړې وې چې «يو سړي پرې ډزې وکړې». هغه زیاته کړه: «کله چې خلک د سهار لمانځه ته راغلل، هلته یې جسدونه وموندل.»
په افغانستان کې د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ، د یادې پیښې په تړاو په ایکس شبکه کې لیکلی: «مذهبی اقلیتونه لا هم له جدی ګواښونو سره مخ دي نو ځکه د مخنیوي ډیرو اقداماتو، خوندیتوب او عدالت ته اړتیا ده.»داعش خراسان په صوفیانو تور لګوي چې مقدس اشخاصو ته د دعا کولو له امله له یو څخه د زیاتو خدایانو عبادت کوي.دغې ترهګرې ډلې د روان کال د سپټمبر په نیمايي کې د افغانستان په مرکز کې د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان ووژل شول. دغه کسان د عراق له کربلا څخه د راستانه شویو حاجیانو د هرکلي لپاره راټول شوي ول، چې د شیعه ګانو یو له سپیڅلو ځایونو څخه دی.