1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي په غور کې یې د داعش غړي وژلي

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

طالبانو په غور ولایت کې د داعش ډلې د یوه ګروپ د له منځه وړلو خبر ورکړی دی. بله خوا بيا تېره شپه ناوخته پر کابل هوايي ډګر د توغندیز برید خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4m27i
د ارشیف انځور: طالبان وايي په غور کې یې د داعش غړي وژلي
د ارشیف انځور: طالبان وايي په غور کې یې د داعش غړي وژليانځور: Xinhua /imago images

د طالبانو  عمومي ویاند ذبېح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ناوخته پر خپل ایکس شبکې یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د دوی ځانګړو ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غور ولایت مرکز اړوند مارکو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه «مهم ګروپ» عملیات کړي، چې پکې د دغې ګروپ مشر او یو بل «مهم کس» وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ګروپ موده مخکې په غور ولایت کې پر اهل تشیع برید کړی و چې شاوخوا شلو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. دغه راز ویل شوي دي چې دغه ګروپ پر غور سربېره، په کابل او بامیان کې هم ځینو بریدونو کې ښکېل و. ذبېح الله مجاهد ویلي دي چې ځواکونو یې د دغې ګروپ یو شمېر نور غړي نیولي هم دي.

دطالبانو  په خبرپاڼې کې راغلي دي، چې د داعش ډلې دغه ګروپ په بلوچستان کې د داعش ډلې له مرکزونو رهبري کېده او دغې ډلې خپل ټول عملیات په بلوچستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې په رهبرۍ ترسره کول.

اړوند: طالبان: ځینو استخباراتي سازمانونو داعش له افغانستانه پاکستان ته لېږدولي دي

که څه هم طالبانو په دغو عملیاتو کې خپلې خوا ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه دی ورکړی، خو پر ایکس د طالبانو اړوند ځینو ادرسونو او د دوی د حکومت ملاتړو د سیف الله په نوم د هغه طالب سرتیري عکسونه خپاره کړي دي چې د غور په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ارشیف انځور: طالبانو غور کې د داعش ډلې د غړو د وژلو ادعا کړې
د ارشیف انځور: طالبانو غور کې د داعش ډلې د غړو د وژلو ادعا کړېانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د طالبانو له دې خبرپاڼې سره هم‌مهاله د یکشنبې په ورځ ناوخته پر کابل هوايي ډګر د توغندیز بريد خبرونه او انځورونه خپاره شول..

د «افغانستان  د ازادۍ جبهه» په نوم د طالبانو یوې مخالفې ډلې نن سهار پر خپل رسمي ایکس لیکلي، چې تېره شپه یې پر کابل هوايي ډګر له څو نقطو توغندیز بریدونه کړي دي، چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له توغندیزو بریدونو سره هم‌مهاله د دوی ښاري ډله سیمې ته رسېدلې او چریکې بریدونو کې یې طالبانو ته زیانونه اړولي دي.

اړوند: په دايکندي کي ۱۴ ملکيان وژل شوي؛ مسئوليت يې داعش منلی

پر خواله رسنیو یو شمېر ویډیوګانې هم خپرې شوي دي چې ښيي له توغول شويو توغنديو یو یې هوايي ډګر ته نیږدې پر یوه کور لګېدلی او مالي زیانونه یې اړولي دي. تر اوسه د طالبانو ادارې پر کابل هوايي ډګر د توغندیز برید په اړه څه نه دي ویلي. طالب ویاندویانو هم په دې اړه د دویچه ویله پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar