1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالیزیا او تایلنډ کې سېلابونه؛ د مړو شمېر نور هم زيات شوی

۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د مالیزیا او تایلنډ په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر تر ۳۰ اوښتی او په لسونو زره نور بېځایه شوي. د لا ډېرو زورورو بارانونو وړاندوینه شوې او دواړه هيوادونه د خلکو د اېستلو او د سرپناه و د چمتو کولو پر پلانونو کار کوي.

https://p.dw.com/p/4nfxP
د مالیزیا د کلانتان سیمه په سېلابونو کې تر ټولو ډېره زیانمنه شوې ده - انځور کې د دغه ایالت کوتا بهارو په نوم یو ښارګوټۍ ليدل کيږي
د مالیزیا او ټایلند په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر تر ۳۰ اوښتی او په لسونو زره نور بېځایه شويانځور: Loo Kok Chong/AP Photo/picture alliance

د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم، وویل چې د تېرو پنځو ورځو په درنو سېلابونو کې تر ټولو ډېر زیان په شرقي سواحلو کې اوښتی چې اندازه ېې د تېرو شپږ میاشتو په سېلابونو کې د اوښتو زیانونو سره برابره ده. صدراعظم وویل چې سېلابونو په شمالختيځ ایالت کلانتان او د هغه ګاونډي ترینګانو کې ډېر تخریبات کړي دي.

په داسي حال کې چې د کلانتان ایالت او د مالیزیا په نورو برخو کې سړکونه او کورنه تخریب شوي، ژغورونکي په وړو کښتیو کې پر هغو زیانمنو چې په خپلو کورونو کې بند پاته دي خواړه ويشي.

د مالیزیا صدراعظم زیاته کړه چې په سېلاب کې د تخریب شوو زیربناوو بېرته رغول، کابو یو ميلیارد رينګيټ (۲۲۴ ميلیونه امریکايي ډالر) ته اړتیا لري.

انور زیاته کړه چې حکومت د نورو موسمي ورښتونو له پاره چمتووالی نیسي چې د یکشنبې ورځې ته ېې وړاندوينه شوې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ويلي دي چې په اتو ولایتونو کې شاوخوا ۹۱ زره کسان وروسته له هغې چې کورونه ېې تخریب شوي، ښوونځيو، ټولنیزو سالونونو او د مرستو مرکزونو ته پناه وړې ده. د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۵۰زره خلک تخلیه شول چې ۸۸ سلنه ېې د کلانتان او ترنګانو ایالتونو دي.

سېلابونو د مالیزیا تر څنګ د تایلنډ په جنوب کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي چې دغو سېلابونو په مالیزیا کې لږ تر لږه ۶ او د ټایلند په جنوب کې ۲۵ کسان وژلي دي.

 زیاته شوې ده چې په ټایلند کې تر ۳۰۰زرو ډېرو کورنۍ اغیزمنې شوي او د سېلابونو له کبله ګڼ شمېر ښوونځي او ۹۸ روغتيايي کلينکونه تړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وويل چې د دوشنبې په ورځ په ۴۹۱ حکومتي سرپناه و کې ۳۴۳۵۴ تخلیه شوي کسان پاتې وو.

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه: