1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیا کې سېلابونه؛ د مړو شمېر ۱۵۸ ته رسېدلی

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

د هسپانیا په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شوی دی. حکومت ويلي دي چې په لسونو کسان لادرکه دي چې ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي. په ځينو سیمو کې د فرصت طلبه افرادو له لوري د لوټ او غلاو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4mTvb
د هسپانیا په والنسیا علاقه کې سېلاب راوړي موټر
د هسپانیا د چیوا ښارګوټي ښاروالې، امپارو فورت، ویلي په دغه صنعتي ښارګوټي کې لا هم د ډېرو موټرو یو انبار موجود دی انځور: JOSE JORDAN/AFP

تازه معلومات

د جمعې ورځې تر غرمې وروسته رپوټونه وايي چې په هسپانیا کې په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر ۲۰۵ ته پورته شوی دی.

رويټرز خبري آژانس ليکي چې د جمعې په ورځ د مختلفو عمرونو او هيوادونو په زرونو رضاکاران د والنسیا مختلفو سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستې له پاره ورغلي دي. د ځوانانو يوې ډلې وويل: «موږ هر ځای چې مرستې ته اړتیا وي، ورځو.«

د بارت په نوم یوه هالندي سړي وويل: «دا حېرانونکې ده چې له والنسیا په زرونو خلک د یو ستر کوريدور په توګه... د مرستې له پاره راروان دي.«

 دغو سېلابونو د هسپانيا والنسیا سیمه ډېره ځپلې ده. چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ورانوونکو سېلابونو له کبله ېې د موټرسایکل د لویو جایزو سيالۍ (MotoGP) پروګرام لغوه کړی دی. په پام کې وو د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر مياشتي پر ۱۷مه په والنسیا کې وشي. د لغوه کېدو خبره د سیالیو سمبالوونکو په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې «د امکان تر حده ژر به یو بل ځای» د دغو سیالیو له پاره تعیین شي.

د جمعې ورځې تازه رپوټونه وايي چې د هسپانیا په سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شوی دی.

سېلابونو د هسپانیا جنوب شرقي علاقه، کاستیا-لامانچا، د سه شنبې په شپه لاندې کړه. ژغورنکې له هغه وخت راهیسې شپه او ورځ د لادرکه شوو افرادو د موندلو په لټه کې دي. تر اوسه د دوو ښځو مړي موندل شوي دي. د لتور په نوم یوې سیمې پنځه اوسېدونکي ورک دي. لامبو وهونکي په سیند او غره ختونکي پولیس ېې په ویجاړیو کې د موندلو هڅې کوي.

خو د هسپانيا یو وزارت ويلي دي چې «په لسونو او لسونو» کسان لاهم ورک دي او داسې ښکاري چې د مړو شمېر به لوړ شي.

د آلباسته په نوم د مدني ساتونکو ادارې ویاند، خوزه آمادو، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د لتور په کوچنۍ علاقه کې د پنځو لادرکه شوو کسانو په ډله کې دوه د یوې شورا کارکوونکي، یوه ښځه او مېړه او یوه بله ښځه شامل دي. هغه وويل د شورا کارکوونکي د موټر په منځ کې ول چې ښايي موټر ېې اوبو وړی وي. نژدې سل کسان په دغه غرنۍ سیمه کې چې مساحت ېې دوه کيلومتره مربع ښودل شوی، د لادرکه شوو کسانو لټون کوي.

لټون کونکي د مدني ساتونکو، پوځ، اطفائیې، د چاپېريال ساتنې ادرې، د ملکي حفاظت او سره صلیب ادارې ټيمونه دي. آمادو وویل دغه ټيمونه په يوه څرخي الوتکي، تعليمي سپیانو او ډرونونه سمبال دي چې له ځنډ پرته ۲۴ ساعته لټون کوي.

زیاته شوې پر ځينو سیمو چې د سېلاب د پیل ورځې راهیسې خواړه، اوبه او برېښنا قطع شوي ول، تر اوسه په هماغه حالت پاته دي. دغه راز ډېري لارې او د اورګاډو شبکې لا هم بېرته فعاله شوي نه دي. په هسپانیا کې سېلابونه د روانې اوونۍ په سر کې پيل شوي. کارپوهان د خطرناکو سېلابونو یو لامل اقليمي بدلون بولي.

حکومت وايي په سېلابونو کې ډېر کورونه او موټر هم تخریب شوي دي. د چیوا ښارګوټي ښاروالې، امپارو فورت، ځايي راډيو ته وويل: «په دغه صنعتي ښارګوټي کې لا هم د ډېرو موټرو یو انبار موجود دی، غرونه غرونه موټر.»

داسې ښکاري چې په ځينو سیمو کې ټولنیز نظم ګډوډ شوی دی. د والنسیا سیمې د آلدایا ښارګوټي یوه اوسېدونکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل په داسې حال کې چې «خلک غمجن دي»، غله ېې ولیدل چې له یوه متروکه سوپرمارکيټ څخه ېې غلاوې کولې.

د هسپانیا د کورنيو چارو وزیر، انجیل ویکتور توریس د پنجشنبې په ورځ د ګډوډیو د مخنيوي ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې ۳۹ کسان نیول شوي دي.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: