د يوه داينوسور سکېليټ په ډېره لوړه بيه وپلورل شو
۱۴۰۳ تیر ۲۸, پنجشنبهد «سوتبی» ليلام خونې ویلي دي چې دغه د ستيګوساوروس کابو ۱۵۰ ميليونه کاله پخوانی سکېلېټ په نيويارک کې د يوه کس له خوا چې نه یې غوښتل وپيژندل شي، په ۴۴،۶ ميليونه ډالرو واخيستل شو. په دې ترڅ کې د اووه کسانو ترمنځ بولي شوې وه.
دا د ستېګوساوروس سکېلټ اوس په دې ترتيب تر ټولو ګران بيه فوسيل دی چې په يوه ليلامۍ کې پرې بولي وهل شوې ده.
د سوتبی لېلام خونې په لومړي سر کې فکر کاوه چې ښايي د دې سکېلېټ بیه تر ۶ ميليونو ډالرو پورې لوړه شي.
اپېکس ښه ساتل شوی ستېګوساوروس
د اپيکس په نوم دا ستر سکېلېټ تر دريو مترو لوړ دی او څه نا څه ۸ متره اوږد دی. د سوتبی په حواله دا «د ستيګوساوروس د دومره اندازې تر ټولو ښه ساتل شوی او بشپړ سکېلېټ دی.»
د دې د ۳۱۹ هډوکو څخه یې ۲۵۴ موندل شوي او ساتل شوي دي. ستېګوساوروس د «چت د مارمولک» معنا ورکوي چې د دغه داينوسور ډېرو عجیبو، چت ته ورته د هډوکو صفحاتو ته اشاره کوی.
يوه Paleontologist يا لرغونې ژوند پيژندونکي دا فوسيل په ۲۰۲۲م کال کې د کولرادو د داينوسور په نوم سيمې ته څېرمه په يوه ميداني کې موندلی وو.
د سکېلېټ پر ليلام کولو انتقادونه
په ماضي کې تل د داينوسور سلېکېټونه او يا یې برخې په ډېرو پېسو ليلام کړل شوي دي. د ۲۰۲۰ م کال په دوبي کې د «ستان» په نوم د تېرانوساوروس – ريکس – سکېلیټ چې د نړۍ بشپړ سکېلېټ هم بلل کيږي، په ۳۱،۸ ميليون ډالر وپلورل شو.
ډیری کارپوهان د عملي لحاظه د ډېر ارزښت لرونکو دې سکېلېټونو پر پلور باندې نیوکې کوي.
دوی وايي چې ميوزيمونه او د څېړنې مرکزونه دومره مالي توان نه لري چې په دغو ليلاميو کې دومره لوړه بيه ورکړلای شي.
د ستېګوساوروس د دې سکېلېټ رانيوونکي ښايي ويلي وي چې غواړي دغه فوسيل د امريکا يوه ميوزيم ته په پور ورکړي.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)