د ۲۰۲۱ کال د حيواناتو تر ټولو حيرانونکي او خندونکي انځورونه
د ژويو د ژوندانه کاميډي جايزه د حيواناتو حيرانونکو او خندونکو انځورونو ته ورکول کيږي. دغه يې د سږ کال غوره عکسونه دي.
کبان د تعجب په حال کې
د ژويو د کامیډي جايزې د ۲۰۱۵ کال راهيسې وېشل کيږي او په ميليونو انسانان يې اوس تعقيبوي. هغه طبيعت ته يوه غير جدي کتنه ده. د خټو د دغو کبانو عکس چوهان لي له ټايوان څخه اخیستی دی.
آيا دغه بيزو سندره وايي؟
د سيالۍ بنسټ ايښودونکو، پاول جوينسن هيکس او ټام سالم په دې نظر دي چې د مسخرې او د ژويو د حيرانونکو انځورونو د لارې د طبيعت حفاظت کېدای شي. په عکس کې د سعودي عربستان يوه غرنۍ بيزو ليدل کيږي.
څومره ښايسته ورځ ده!
د څمڅکي يا تين تېرک دغه عکس د آلمان په لويديځ کې د طبيعت په يوه ساتل شوې سيمه کې اخيستل شوی دی. هغه له ۷۰۰۰ عکسونو څخه غوره شوی دی. د جوينسن هيکس په خبره «وحشي ژوي حيرانونکي او د خندا وړ دي.»
ځه په حوض کې ولامبه!
د سږ کال سيالۍ ته ۴۲ عکسونه وروستي پړاو ته غوره شوي دي. په عکس کې د اوبو سپی ليدل کيږي چې خپل اولاد ته لامبو ورزده کوي. دغه عکس چي کي تېو په سينګاپور کې اخيستی دی.
مه مې نيسه!
دغه نولی د متحده آيالاتو په کولورادو کې يوه باز ته پوڅ ولاړ دی. له دې لارې هغه په تېښته هم بريالی کيږي. دغه عکس ارتور تېوينو اخيستی دی.
کمره دې لېرې کړه، که نه نو...
د انځورونو په سيالۍ کې بېلې ګټګورۍ شته، يعنې د ځمکنيو، سمندري او الوتونکو حيواناتو په برخه کې. دغه رنګين کربوړی په هند کې عکاس ته خپله غوسه څرګندوي.
اوړی لکه چې تېر شو
جان سپيرس د سکاټلند په لويديځ ساحل کې د کوترو عکسونه اخيستل چې کتل يې يوه وچه پاڼه د دغې کوترې مخ پټ کړ. پيغام يې هم واضح دی، منی را روان دی.
شور مه کوه، سر مې خوږيږي!
د دغه کونګي عکس آنيتا روس د امريکا په کليفورنيا کې اخيستی دی. هغه کړېدلی او خواشيني برېښي. د حيواناتو د عکسونو د سيالۍ شعار «د سيالۍ د لارې د طبيعت ساتنه» ټاکل شوی دی.
دغه شونډې ګوره نو
د کريبين په کوراساو ټاپو کې دغه کب عکاس ته خپلې شونډې ښکاره کوي. فيليپ ستار دغه شېبه په ياد لري او وايي چې «ما د دغسې ښکلو شونډو د ليدلو تصور نه درلود.» د ۲۰۲۱ کال د ژويو د کامیډي عکسونو ګټونکي د اکتوبر په ۲۲مه اعلانيږي.