1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

په جاپان کې د امریکا یوه پوځي الوتکه رالوېدلې ده

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

د جاپان چارواکو ويلي دي چې د دغه هېواد په يوه ټاپو کې د امریکا د پوځ یوه الوتکه رالوېدلې ده. د یو کس مړينه هم تائيد شوې ده. د جاپان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې په الوتکه کې شپږ کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4ZZmL
ډوله الوتکه  (CV-22 Osprey) د امریکا د پوځ
ډوله الوتکه (CV-22 Osprey) د امریکا د پوځانځور: Nobuha Endo/AP/picture alliance

رپوټونه وايي چې رالوېدلې الوتکهد امريکا د پوځ (CV-22 Osprey) ډوله الوتکه ده چې د جاپان ياکوشيما ټاپو کې رالوېدلې ده.

د جاپان ساحلي ساتونکو په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی د پېښې ځای ته نژدې په ناببره توګه یو کس وموند چې بیا وروسته ېې په روغتون کې ساه ورکړه: «یو کس موندل شوی ... او په روغتون کې ېې مړينه تائيد شوې ده.»

دوی په لومړنۍ اعلاميه کې ويلي ول چې د الوتکې د رالوېدو پر وخت، په هغې کې اته کسان ول اما وروسته ېې وويل چې شپږ ول. وژل شوی کس د الوتکې د خدمې غړی دی، خو اعلاميې د پنځو نورو د برخليک په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

خو دا ېې هم ويلي دي چې د ياکوشیما ټاپو په شاوخوا کې ېې د کښتيو او الوتکو ګزمې تنظیم کړي دي. ياکوشیما د جاپان د تر ټولو جنوبي اصلي ټاپو، کیوشو اړوند دی چې جنوب لور ته ېې پرت دی.

د امریکايي ځواکونو s V-22 Osprey د امریکا او جاپان د ګډو پوځي تمریناتو پر مهال د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې
د امریکايي ځواکونو s V-22 Osprey د امریکا او جاپان د ګډو پوځي تمریناتو پر مهال د ۲۰۲۲م کال په مارچ کېانځور: Keizo Mori/UPI Photo/IMAGO

په کاګوشیما سیمه کې چېرته چې دغه الوتکه رالوېدلې ده، بېړنيو پېښو ته د رسيدګۍ يوه چارواکي وويل چې پولیسو ته داسې معلومات رسېدلي دي چې د الوتکې «له کيڼ ماشين څخه د اور لمبې خپرېدې.»

په جاپان کې شاوخوا ۵۴ زره امریکايي ځواکونه مستقر دي. د فرانسې خبري آژانس ليکلي دي چې په سملاسي توګه د دغو پوځيانو په نظر اخیستو باندې توانېدلي نه دي.

د جاپان دولتي تلويزيون NHK رپوټ ورکړی دی چې اوسپرې پوځي الوتکه له ایواکوني پوځي اډې څخه د کادينا پوځي اډې ته پر لاره وه چې پيښه رامنځته شوه. ایواکوني اډه د جاپان د ياماګوچي سېمې يوریشیما ته نژدې پرته ده او کادینا پوځي اډه بیا د جاپان د اوکیناوا ایالت په سویل کې واقع ده.

د ياد تلویزیون د پوځي سرچينو له قوله راغلي دي چې رالوېدلې الوتکه په توکيو کې واقع د امريکا د يوکوتا پوځې اډې اړوند ده.

(AFP)mkd/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب