1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې دوو طیارو ټکر کړی

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

د امريکا په دالاس کې د شنبې په ورځ دوو تاريخي پوځي الوتکو د یو نمایشي پرواز پر مهال ټکر وکړ او په ځمکه راوغورځېدلې. په خپره شوې ويډېو کې ښکاري چې الوتکه اور اخلي او تر لوېدو وروسته ېې اسمان ته تور لوګی پورته کیږي.

https://p.dw.com/p/4JRwp
پېښه د دالاس ايکزيکتف هوايي ډکر کې رامنځ ته شوه چې بیا د بيړنيو حالاتو مامورینو د پېښې ځای ته ورودانګل
پېښه د دالاس ايکزيکتف هوايي ډکر کې رامنځ ته شوه چې بیا د بيړنيو حالاتو مامورینو د پېښې ځای ته ورودانګلانځور: Nathaniel Ross Photography via AP/picture alliance

د اسوشتید پریس خبري آژانس له دالاسه په خپل رپوټ کې چې څو ساعته مخکې ېې ورکړی، لیکي چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې په دغو الوتکو کې څو کسان سپاره ول او دا چې آيا په پېښه کې څوک ژوبل شوي دي او که نه.

دغه صحنه په سیمه کې خلکو په خپلو سترګو لېدلې ده چې په هغوی کې ېې ويره او وحشت رامنځ ته کړی. ۲۷ کلن انتوني مونتویا چې له خپل یو ملګري سره د دغې نندارې کتلو ته تللی وو، وويل: «زه همدلته نژدې ولاړ وم. زه په ټوله دغه ټکان ورکوونکې صحنه کې چې باور ېې نه کېده، موجود وم.»

مونتویا زیاته کړه: «ټولو خلکو اوښکې تويولې. هر يو ټکان خوړلی وو.»

په شمالي کلیفورنیا کې دوو الوتکو ټکر کړی دی

پېښه د دالاس ايکزيکتف هوايي ډکر کې رامنځ ته شوه چې بیا د بيړنيو حالاتو مامورینو د پېښې ځای ته ورودانګل. د تلویزیون په ژوندۍ خپرونه کې د پېښې ځای کې چې یوه شنه سیمه ده، خلک ښودل کېدل چې د غورځېدلې الوتکې د پاتې شونې اطرافو ته نارنجي رنګه ترافيکي مخروطونه لګوي.

په پېښه کې يوه غورځېدلې الوتکه
په پېښه کې يوه غورځېدلې الوتکهانځور: LM Otero/AP/picture alliance

د هوايي چلند فدرالي ادارې په يوه اعلاميه کې ټکر شوې الوتکې د بوينګ B-17 او P-63 کینګ کوبرا په نومونو ښودلي دي چې په ځایي وخت د ماسپښين په ۱ بجه او ۲۰ دقیقو ېې ټکر وکړ. پېښه د «دالاس په سر د هوايي ځواکونو د وزرنو» په نوم د یادښت مراسمو پر مهال رامنځ ته شوې ده.

امریکايي بیړۍ له نفت وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې

ويل شوي چې ټکر شوې الوتکې دواړه د امریکا د هوايي ځواک تاريخي جنګي الوتکي دي. بې-۱۷ لوېې بم غورځوونکې څلورماشينه الوتکې د دوهمې نړيوالې جګړې پر وخت د امریکا د هوايي پوځ الوتکې وې او کینګ کوبرا بیا تر ډیره د جګړې پر مهال د پخواني شوروي اتحاد له خوا کارول شوي دي.

د بوينګ شرکت په وینا، ډیری بي-۱۷ الوتکې د دوهمې نړېوالې جګړې په پای کې له منځه ولاړې او نن ورځ له هغو څخه د ګوتو په شمار پاتې دي چې تر ډیره په موزيمونو او مراسمو کې ښودل کيږي.

سایبریا: ساختمان سره د جیت الوتکې په ټکر کې دوه پيلوټان وژل شوي

تر دې مخکې هم په امريکا کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوي دي. په ۲۰۱۱ کال د امریکا د شمالي ایالت نوادا په رينو کې ۱۱ کسان وروسته له هغې مړه شول چې ېوې طيارې له نندارچیانو سره ټکر وکړ. په ۲۰۱۹ کې بیا ېوې بم غورځوونکې الوتکې د کنتيکت په ایالتي پلازمينه، هارتفورد کې ټکر وکړ چې ۷ کسان پکې مړه شول.

د امریکا د ترانسپورت د خونديتوب ملي اداره (NTSB) وايي چې له ۱۹۸۲ کال راهيسې ېې د زړو الوتکو ۲۱ پېښې څيړلي چې پکې ۲۳ کسان مړه شوي دي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د الوتکو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم وګورئ (23.01.2022).