1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بريتانيا کې طوفان: څو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

له سختو بارانونو سره مل د «بیرت» طوفان د برتانیې د ټاپو ډیری سړکونه تر اوبو لاندي کړي. د ویلز د جنوب په يوه ولسوالۍ کې اضطراري حالت اعلان سوی دی.

https://p.dw.com/p/4nO0x
سختو بادونو د سېلابونو اوبه لاپسې لوړولې او وضعیت یې نور هم کړکېچن کړ.
په بریتانیې کی د بیرت طوفان سخت زیانونه اړولي ديانځور: Dan Kitwood/Getty Images

د «بیرت» د طوفان په نتیجه کې په بریتانیې  او آیرلند کې ډیریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  د بریتانوي رسنیو په حواله د انگلستان او ویلز په ځینو سیمو کې د دریو کسانو مړینه پس له هغه ثبت سوه، کله چې بارانونو او د واورې ويلې کيدو د اونۍ په پای کې سخت سیلابونه رامنځته کړل. نور کسان د ترافیکي پیښو له امله وژل سوي چې په هکله یې لا پلټنې رواني دي چی آیا د هغوی مړینه به هم له خرابې هوا سره تړاو ولري او که څنگه.

د ویلز په شمال کې د یوه سړي جسد پیدا سوی چې ښایی د یوه لادرکه کس وي. د رپوټونو له مخې ښايي نوموړی د هغه سیند د سیلاب په اوبو کې راگیر سوی وي چې د هغې له غاړې څخه تیریده.

د «گاردین» په حواله په همپشاېر کې یو موټر چلوونکی د یوې ونې د چپه کیدو له امله وژل سوی او یو بل کس بیا هغه وخت ووژل سو، کله چې یې غوښتل خپل موټر له اوبو ډکې لارې څخه تیر کړي.

د سیلابونو له امله په سلونو کورونه زيانمن سوي دي.

په انگلستان ، سکاټلند او ویلز کې ځیني وختونه له ۲۰۰ څخه ډیرد سیلابونو خبرداری موجود وو . سختو بادونو د سېلابونو اوبه لاپسې لوړولې او وضعیت یې نور هم کړکېچن کړ. د ویلز د جنوب په یوه ولسوالۍ کې بیړنی حالت اعلان سوی دی. د PA خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه ځای کې په ۴۸ ساعتونو کې  د نومبر په میاشت کې د معمول مقدار شاوخوا څلور پر پنځمه برخه باران وریدلی دی.

په سلونو  کورونه د دغو سیلابونو له امله تخریب سوي، په ځینو ځایونو کې ټول سړکونه تر اوبو لاندي سوي. د RTÉ رسنۍ په حواله یوازي په آیرلند کې په شاوخوا ۶۰ زره کورونو کې د یو څه وخت له پاره بریښنا قطع سوې ده. لومړي وزیر، کییر ستارمر پر ایکس آنلایني شبکې له ژغورونکې عملې څخه مننه وکړه او له ټولو قربانیانو سره یې خپله خواخوږي وښودله. د بریتانیا د هوا پیژندنې د ادارې په حواله به دغه طوفان له دوشنبه ورځې څخه کرار کرار د سمندر پر لور حرکت وکړي. 

GP/BS/AG